اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله وئيلي دي د پي ټي آئي باني ته په عدالتي احکامات او د قانوني طريقه كار له مخې طبي سهولتونه وركړے كېږي٬ په درملنه كښې بې غوري نه ده شوې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د غړو لخوا د پي ټي آئي باني د صحت په اړه د …
د پي ټي آئي باني ته د عدالتي احکامات ٬ د قانوني طريقه كار له مخې طبي سهولتونه وركړے كېږي٬ په درملنه كښې بې غوري نه ده شوې۔ رانا ثناء الله
اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله وئيلي دي د پي ټي آئي باني ته په عدالتي احکامات او د قانوني طريقه كار له مخې طبي سهولتونه وركړے كېږي٬ په درملنه كښې بې غوري نه ده شوې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د غړو لخوا د پي ټي آئي باني د صحت په اړه د رامخې ته كړو اندېښنو په ځواب رانا ثناء الله ووئيل په سپريم کورټ كښې وړاندې كړو معلوماتو نه پس د هغوي د استوګنې او سهولتونو په اړه زياتره پوښتنې حل شوي دي۔ ده ووئيل د زندان چارواكو او د پي ټي آئي د باني وکيل لخوا وړاندې كړې شوي رپورټس زياتره يو بل سره سمون خوري۔ ده ايوان خبر كړو چې باني ته د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ كښې د سترګې مسئلې شكايت ٶ٬ د شكايت نه پس د زندان ډاكټر د سترګو څاڅكي تجويز كړل خو په افاقه نه راتللو په سمدستي توګه نور طبي اقدامات پېل شول او دا معامله په 15 جنوري ماهر ډاكټرانو ته وراندې كړې شوه او هغوي تفصيلي معائنه وكړه او د دغې نه وروستو بېلو ډاكټرانو هم د دوي د حالت تفصيلي جاج واخست۔ ده ووئيل په 19 جنوري څلور كسيزې ميډيكل ډلې بيا معائنه وكړه او تشخيص لپاره مختلف ټيسټ وشول٬ په 24 جنوري ضروري علاج ٬ انجكېشن وركړے شو۔ ده ووئيل دا ټول حقاېق په دستاويزې شكل كښې موجود دي او د طبي رېكارډ له مخئ د درملنه په يوه پړاٶ كښې تاخير يا غفلت نه دے شوے ۔










