طبي تعليم كښې د مصنوعي زيركتيا انضمام، ډيجيټل هيلتھ سسټمز، ټيلي ميډيسن او په ډيټا اډانه تحقيق ته ضرورت دے، د صدر آصف علي زرداري د فيډرل ضياء الدين يونيورسټي اسلام آباد د ګورننګ باډۍ وړومبۍ غونډې ته وېنا

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په طبي تعليم كښې د مصنوعي زيركتيا انضمام، ډيجيټل هيلتھ سسټمز، ټيلي ميډيسن او په ډيټا اډانه د تحقيق په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي فيډرل ضياءالدين يونيورسټي يوازې د يوې بلې تعليمي ادارې جوړېدو په ځاے دې سباٶن سره سمه، په ټيکنالوجۍ اډانه او له امتيازي مركز په توګه ترقي وركړې شي۔ د ايوان صدر پرېس …

اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په طبي تعليم كښې د مصنوعي زيركتيا انضمام، ډيجيټل هيلتھ سسټمز، ټيلي ميډيسن او په ډيټا اډانه د تحقيق په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي فيډرل ضياءالدين يونيورسټي يوازې د يوې بلې تعليمي ادارې جوړېدو په ځاے دې سباٶن سره سمه، په ټيکنالوجۍ اډانه او له امتيازي مركز په توګه ترقي وركړې شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د جعمې په ورځ د اسلام آباد فيډرل ضياء الدين يونيورسټۍ د ګورننګ باډۍ د وړومبنۍ غونډې مشري وكړه او د ادارې د معياري تعليم، تحقيق او د جدت په خاص توګه د صحت سائنس او د رامخې ته شوې ټيکنالوجۍ مركز جوړولو لپاره يې د يو واضحه سمت خاكه وړاندې كړه۔ صدر مملکت په دې موقع خپلې وېنا كښې ووئيل پوهنتون يوازې د يوې بلې تعليمي ادارې جوړېدو په ځاے دې سباٶن سره همكارا، په ټيکنالوجۍ اډانه او له امتياز مركز په توګه ترقي وركړې شي۔۔ ده امر وكړو چې تعليمي پروګرامز، د فيکلټۍ تقرري او د انفراسټرکچر ترقي بايد د اعليٰ قامي او نړيوال معيار له مخئ وكړېے شي او پراختيا سره دې معيار هم باوري كړے شي۔ صدر مملکت آصف علي زرداري په طبي تعليم كښې د اے آئي انضمام، ډيجيټل هيلتھ سسټمز، ټيلي ميډيسن او په ډيټا اډانه د تحقيق په ضرورت زور راوړو۔ ده د بائيو ټيکنالوجۍ، پريسړن ميډيسن او د ميډيکل روبوټکس په څېر څانګو كښې د بين الشعبه جاتي تحقيق هم ډاډګيرنه وكړه۔ ده په دې خبره زور رواړو چې سپېځلې مالي نظام او په ډيټا اډانه فيصله سازي دې د پېل څخه د اداراې برخه وګرځولې شي۔ صدر مملکت د ګورننګ باډۍ په ھغه ذمه وارۍ رڼا واچوله چې ھغوي په راتلونكي وخت كښې د پوهنتون وژن او د عزت تحفظ باوري كړي۔ په دې موقع د پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر عاصم حسين د ګورننګ باډي غړو تعارف وكړو او د دې نه پس پروفيسر ډاکټر غلام رضا بھټي صدر مملکت د فيډرل ضياء الدين يونيورسټي ايکټ 2024 له مخې د پوهنتون جوړېدو او د خزان 2026ء څخه د تعليمي هلو ځلو د پېل كولو منصوبې نه خبر كړو