اسلام آباد/انقرہ۔13فروري (اے پي پي)د پاک بحریه نوي شامل شوي اسټیټ آف دي آرټ جهاز 'پي این ایس خیبر' د ترکیه نه پاکستان لپاره د خپل وړومبي مزل په مهال د اکساز نیول بیس دورہ وكړه او د ترک بحریه سره يې شريكو مشقونو كښې برخه واغسته ۔د پي این ایس خیبر کمانډنګ آفیسر د ترک سدرن سي ایریا کمانډر سره ملاقات وكړو ۔ په دې ملاقات كښې په دوه …
د پاک بحریه نوي بحري جهاز ‘پی این ایس خیبر’ د تركيه دورہ ، شريكو بحري مشقونو كښې ګډون
اسلام آباد/انقرہ۔13فروري (اے پي پي)د پاک بحریه نوي شامل شوي اسټیټ آف دي آرټ جهاز ‘پي این ایس خیبر’ د ترکیه نه پاکستان لپاره د خپل وړومبي مزل په مهال د اکساز نیول بیس دورہ وكړه او د ترک بحریه سره يې شريكو مشقونو كښې برخه واغسته ۔د پي این ایس خیبر کمانډنګ آفیسر د ترک سدرن سي ایریا کمانډر سره ملاقات وكړو ۔ په دې ملاقات كښې په دوه اړخيزه بحري مرستې زياتولو او د شريكو هلو ځلو د لارې سيمه ايز استحکام ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ دغې نه پس، د ترک سدرن سي ایریا کمانډر او د کمانډر اکساز نیول بیس د نورو افسرانو سره د پي این ایس خیبر معائنه هم وكړه ۔ د آئی ایس پی آر تر مخه د بندرګاہ دورې نه وروستو ، پي این ایس خیبر د ترک بحریه جهاز ‘ټي سي جي هیبلي آډا’ (TCG HEYBELIADA) او د چورلكې سره د دوه اړخيزه بحري مشق ‘ترګت رئیس-XIII’ كښې ګدون وكړو۔ د دې مشقونو مقصد د شريك بحري آپریشنز ریهرسل کول ،د دواړو هېوادونو د بحري پوځونو تر مينځه همغږي (Interoperability) ښه كول وو ۔ د مشقونو په اختتام پي این ایس خیبر او ټي سي جي هیبلی آډا مشرقي بحیرہ روم كښې مشترکه پیټرولنګ (CORPAT) هم وكړو ۔










