د سندھ ځوانانو له به 16 زره ليپ ټاپس وركولې شي٬ ميرټ او شفافيت ته به وړومبۍ پاملرنه كولې شي : فهد شفيق

حېدرآباد۔ 13 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام د سندھ کوآرډینېټر فهد شفیق وئيلي دي په سندھ كښې ځوانانو ته د عصري زده كړو آسانيو او د روزګار موقعو وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پام لرنه كوي ۔ په دې لړ كښې نزدې 16 زره لېپ ټاپس د سركاري پوهنتونونو زده كوونكو ته د مېرټ په بنياد وركولې شي۔ په ټنډو آدم خان كښې د پاكستان مسلم …

حېدرآباد۔ 13 فروری (اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام د سندھ کوآرډینېټر فهد شفیق وئيلي دي په سندھ كښې ځوانانو ته د عصري زده كړو آسانيو او د روزګار موقعو وركولو ته حكومت تر ټولو لومړۍ پام لرنه كوي ۔ په دې لړ كښې نزدې 16 زره لېپ ټاپس د سركاري پوهنتونونو زده كوونكو ته د مېرټ په بنياد وركولې شي۔ په ټنډو آدم خان كښې د پاكستان مسلم ليګ لارښود نعمان آرائيں لخوا د وركړې شوې استقباليې په موقع اے پي پي سره خبرو كښې فهد شفيق ووئيل چاته د سفارش يا ذاتي اړيكو په بنياد كومه ګټه به ونه رسولې شي۔ فهد شفیق زياته كړه چې حكومت ځوانان په خپلو پښو اودرولو ٬ د هېواد معيشت بحالولو او د روزګار موقعې وړاندې كولو له پرله پسې اقدامات كوي۔ ده ځوانانو ته غږ وكړو چې هغوي د پرائم منسټر ډیجیټل اېپ (PMYP.Gov-PK) ډاؤن لوډ کړي او د مېرټ په بنياد پروګرامونو كښې برخه واخلي دغسې چې هغوي خپل تعليم او سباؤن مضبوط جوړ كړے شي۔ ده وئيل دا پروګرام د حكومت لخوا ځوانانو لپاره آسانيو او موقعو ته ودې وركولو له د روانو هڅو برخه ده او دا به د صوبې زده كوونكو له په تعليمي پرمختګ او معاشي استحكام كښې مرستياله ثابت شي۔