د پاکستان او چین تر مينځه د میدیا مرستې زياتولو سیمینار ، د میډیا روابط زياتولو لپاره د عزم پخلے

اسلام آباد۔13فروري (اے پي پي)د بیکن هاؤس نیشنل یونیورسټي تر سېوري لاندې د "پاک چین میډیا مرستې: بیانیې ارتقاء او موقعو" په سر خط سیمینار وكړے شو ، چې پكښې د دواړو هېوادونو تر ميينځه د میدیا روابط زياتولو او په اولسي كچه تبادلو ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو ۔ دستوره كښې د چائنا میډیا ګروپ نه نورین هو، د کمیونیکیشن یونیورسټي آف چائنا څخه ژانګ یان …

اسلام آباد۔13فروري (اے پي پي)د بیکن هاؤس نیشنل یونیورسټي تر سېوري لاندې د “پاک چین میډیا مرستې: بیانیې ارتقاء او موقعو” په سر خط سیمینار وكړے شو ، چې پكښې د دواړو هېوادونو تر ميينځه د میدیا روابط زياتولو او په اولسي كچه تبادلو ته د ودې وركولو د عزم پخلے وشو ۔ دستوره كښې د چائنا میډیا ګروپ نه نورین هو، د کمیونیکیشن یونیورسټي آف چائنا څخه ژانګ یان چیو، سینئر خبريالانو ناصر جمال او فریحه ادریس ګدون وكړو او د میډیا په څانګو كښې يې د مرستې په موجودہ صورتحال او بیانیه كښې د جدت راوستو په اړه تفصيلي خبرې وكړې ۔ د جمعې په ورځ د سیمینار په مهال پوهانو په دې خبره زور راوړو چې اوس د روایتي او پراخه بیانیو سره سره د عامو خلقو د ژوند سره د تعلق لرونكې مختصر او مؤثر قېصې، یعني “مائیکرو اسټوریز” هم د رامخې ته كولو ضرورت دے دغسې چې د دواړو هېوادونو اولس تر مينځه قربت او هم غږي وده وكړي ۔ ګدون كوونكو د سوشل میډیا مؤثر استعمال د لارې د ځوانانو د تخلیقي صلاحیتونو کارولو ، د خبريالانو لپاره د اوږد مهاله تبادله پروګرامونو پېل كولو او د ژبې تربیت مضبوطولو وړاندېزونه وركړل ۔ د دې نه علاوہ د پوهنتونونو او تھنک ټینکس تر مينځه د همكارۍ زياتولو ، دغسې د كلتوري او تفریحي هلو ځلو د تبادلو د لارې د پاک چین هر اړخيزه اسټریټجک مرستې ته د لا پراختيا وركولو اهمیت باندې هم رڼا واچولې شوه ۔ دې سیمینار په سباون كښې د پاک چین میډیا مرستې اړخ تعینولو او د شريك مفاهمت زياتولو كښې مهم کردار ادا کړے دے كوم به چې د دواړو دوست هېوادونو په اړيكو كښې د يو نوي باب زياتوالے وي ۔