د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د رياستي ملكيتي ادارو د نجكارۍ پېشرفت جاج اخستو له غونډه

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ كښې د پېشرفت جاج اغستو لپاره غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري بيان له مخې د غونډې په مهال كمېټۍ د روانو اقدامات تفصيلي جاج واخست او د سپيځلې٬مسابقتي او موثره نجكارۍ عمل باوري كولو لپاره يې راتلونكې لائحه باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔نائب …

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د رياستي ملكيتي ادارو نجكارۍ كښې د پېشرفت جاج اغستو لپاره غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔د نائب وزيراعظم آفس لخوا جاري بيان له مخې د غونډې په مهال كمېټۍ د روانو اقدامات تفصيلي جاج واخست او د سپيځلې٬مسابقتي او موثره نجكارۍ عمل باوري كولو لپاره يې راتلونكې لائحه باندې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔نائب وزيراعظم د منصفانه ماركيټ ويليو ايشن په اهميت زور راوړو كوم چې دې د اثاثو سره سره د سباؤن كاروباري صلاحيت سمه عكاسي وكړي۔ده د دې خبرې پخلے وكړو چې د نجكارۍ مقصد نجي څانګې سرمايه كارۍ ته وده وركول او ادارې د ماركيټ تقاضو له مخې په زيات موثر انداز د كار كولو جوګه كول دي۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير٬د تجارت وفاقي وزير٬د وزيراعظم د نجكارۍ خاص مرستيال٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬د وزيراعظم صلاحكار٬اټارني جنرل٬نجكارۍ سېكرټري او دفاع سېكرټري ګډون وكړو۔

مزید خبریں