د ټولو څانګو پرمختګ او د اولسي خدمات بهترۍ لپاره وفاقي حکومت قامي ډيجيټل ماسټر پلان مخ په وړاندې بوځي۔ د وفاقي وزير سينيټر احد چيمه د پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ په اړه غٶنډه كښې خبرې

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د اقتصادي چار وفاقي وزير سينيټر احد چيمه وئيلي دي  ټولو څانګو كښې ترقۍ ته وده وركول او د اولسي خدمات بهترۍ لپاره وفاقي حکومت ډيجيټل واكمني، ډيجيټل معيشت او ډيجيټل ټولنې سره په درې بنيادي ستنو قامي ډيجيټل ماسټر پلان ٬ مخ په وړاندې بوځي،  ماسټر پلان به وزيراعظم سره د صوبائي اعلٰې وزيرانو د راتلونكې مشاورتي غونډې په اېجنډا شاملولو …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د اقتصادي چار وفاقي وزير سينيټر احد چيمه وئيلي دي  ټولو څانګو كښې ترقۍ ته وده وركول او د اولسي خدمات بهترۍ لپاره وفاقي حکومت ډيجيټل واكمني، ډيجيټل معيشت او ډيجيټل ټولنې سره په درې بنيادي ستنو قامي ډيجيټل ماسټر پلان ٬ مخ په وړاندې بوځي،  ماسټر پلان به وزيراعظم سره د صوبائي اعلٰې وزيرانو د راتلونكې مشاورتي غونډې په اېجنډا شاملولو سره په دې غور  كولې شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د پاکستان ډيجيټل اتھارټۍ (پي ډي اے) په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړې چې پكښې د آئي ټي و ټيلي کام وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه، د پي ډي اے چيئرمېن ډاکټر سهېل منير او د اړوند څانګو چارواكو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير زور راوړو چې ډيجيټلائزيشن او د مصنوعي ځېركتيا د لارې بدلون څخه د حکومتي چارو كښې د ستائنې وړ نتيجې رامخې ته كول پكار دي او د هرې څانګې په ترقۍ كښې مرسته پكار ده۔ ده ووئيل  د پي ډي اے سكټورل پلانونو او عملي هدفونه او حقيقي موده واضحه كول پكار دي ٬ صحت، تعليم، تجارت او د نورو څانګو په اړه د دې منصوبو جاج به د اتھارټۍ په راتلونكې غونډه كښې اخستلے شي۔ وفاقي وزير د تعليم په څانګه كښې د تعليمي ادارو د لارې جديد ډيجيټل او د مصنوعي حېركتيا پحقله سكلز ښودلو لپاره د كوټلې تګلارې په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل  د پرائمري او د مډل كلاسز زده كوٶنكو پشمول نوي كول لپاره د رسمي تعليمي نظام له مخې د سباون تقاضو سره سم سكلز بايد وښولې شي او دې مقصد لپاره دې جديد علم او د تدريسي طريقو څخه استفاده وكړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د دې مقصد په صوبائي اختيار كښې لاس وهنه نه  بلكې د قامي ډيجيټل فريم ورك له مخئ همكارۍ ته وده وركول دي٬ په بېلو څانګو كښې ډيټا او د رجسټريو په اړه ښې رابطه كارۍ سره به په سركاري ادارو كښې تر مستند معلومات رسنه او د اولسي خدمات موثره منصوبه بندۍ له مرسته ترلاسه شي