فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د امريکې افغانستان وار کميشن د لوړې كچې پلاوي وليدل٬ د شريكې خوښې مهمو چارو پشمول د منطقې په مجموعي امنيتي وضعه د خيالاتو څرګندونه

  پېنډۍ 28 ستمبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د امريکې افغانستان وار کميشن  د لوړې كچې  پلاوي په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وليدل٬ د پلاوي مشري د کميشن شريكې مشرې شميله اين چوهدري او ډاکټر کولن اېف جيکسن كوله٬ د آئي اېس پي آر له مخې د امريکې پلاوې افغانستان كښې د امريكې 20 كلنه …

 

پېنډۍ 28 ستمبر (اے پي پي) چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره د امريکې افغانستان وار کميشن  د لوړې كچې  پلاوي په جي اېچ كيو پېنډۍ كښې وليدل٬ د پلاوي مشري د کميشن شريكې مشرې شميله اين چوهدري او ډاکټر کولن اېف جيکسن كوله٬ د آئي اېس پي آر له مخې د امريکې پلاوې افغانستان كښې د امريكې 20 كلنه عملي شموليت او د هلو ځلو جاج اخلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په مهمو چارو، د منطقې په مجموعي امنيتي وضعه٬ په افغانستان كښې په اوسني پېشرفت د پاکستان لخوا په وركړې شوې مرسته تفصيلي خبرې وشوې چې پكښې د كمېشن مينډيټ پحقله اړخونو ته خاص پام لرنه وشوه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير د شخړې رامخې ته كوٶنكو  امنيتي عواملو د پاکستان په موقف رڼا واچوله او د اوږدې  افغان شخړې په مهال پاکستان ته د رامخې ته سنګينو چېلنجونو احاطه يئ ېوكړه۔ ده په دې خبره زور رواړو چې د شخړې ستراتېژك، سفارتي او د عسكري اړخونو حقيقت پسنده جاج لپاره سيمه ايز نقطه نظر او د پاکستان زمكيزې تجربې شاملول ضروري دي۔ د امرېكې پلاوي د اوږد افغان جنګ په مهال د پاکستان د کليدي کردار او د وركړے شوو لازواله قربانيو اعتراف وكړو او په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره ئې د پاكستان د پرله پسې هلو ځلو ستائنه وكړه۔