د خېبر پښتونخوا حکومت دې واضحه كړي چې د اېن اېف سي له مخئ وركړے ترهګرۍ په ضد مختص فنډز او وسائل چرته مصرف كړې شوي ؟ ، پي ټي آئي له به پرېكړه كول وي چې  د پاکستان سره ولاړ دي يا د ترهه ګرو سره۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ

  اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د خېبر پښتونخوا حکومت دې واضحه كړي چې د اېن اېف سي له مخئ د ترهګرۍ په ضد مختص فنډز او وسائل چرته خرڅ كړے شوي دي ؟ ٬ د 12 نيمو كالو نه زيات حكومت باوجود په صوبه كښې سېف سټي نظام، فرانزك ليب، د ګاډو د رجسټريشن موثر نظام …

 

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د خېبر پښتونخوا حکومت دې واضحه كړي چې د اېن اېف سي له مخئ د ترهګرۍ په ضد مختص فنډز او وسائل چرته خرڅ كړے شوي دي ؟ ٬ د 12 نيمو كالو نه زيات حكومت باوجود په صوبه كښې سېف سټي نظام، فرانزك ليب، د ګاډو د رجسټريشن موثر نظام او د پنجاب په څېر د کاٶنټر ټيررازم ډيپارټمنټ ولې نه دې جوړ كړے شوي ؟ پوليس ته مطلوبه بلټ پروف جيکټس، جديد وسله او نور ساز و سامان ولې نه دې وركړے شوے٫ په صوبه كښې د ترهګرۍ د پرله پسې پېښو باوجود صوبائي حکومت په نيشنل ايکشن پلان هم موثره عمل درآمد كښې ناكامه راغلے، پي ټي آئي له به پرېكړه كول وي چې پاكستان سره ولاړ دي يا يا افغانستان سره۔ د ګل په ورځ د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي نيت او طبيعت دواړه خراب دي ٬ دوي نه د ترهګرۍ په ضد د كارروائيو اونر شپ اخلي ٬ نه عملي اقدامات كوي او نه داسې كول غواړي۔ ده ووئيل  پي ټي آئي، د کالعدم ټي ټي پي ”بي“ ټيم دے، په خېبر پښتونخوا كښې پي ټي آئي د تېرو 12 نيمو كالو نه زياتې مودې راهسې حكومت كښې دي  كوم چې د يوې صوبې ټرانسفارم لپاره ډېره موده وي خو ولې په دې مهال دوي د کے پي اېل آئي په څېر د ليور ټرانسپلانټ انسټيټيوټ او  ښه هارټ انسټيټيوټ هم جوړ نه كړے شول٬  ده ووئېل د صوبې اولس درملنې لپاره نورو صوبو پلو په تګ مجبور دے ځكه چې ځائي حكومت په انتظامي توګه ناكامه او د ترهګرو په سهولت كارۍ كښې بوخت  دے۔ ده ووئيل د وزيراعليٰ سهېل آفريدي په يوه دستوره كښې دوه افغان استازي د پاكستاني سرود په احترام كښې نه نه دې اودرېدلې، كه زه هلته موجود ووم نو په هغوي به مې بندېز لګولے ؤ او شړلي به مې وو ٬ زمونږ د قامي بېرغ په احترام كښې دې يو كس نه اودرېږي او ستاسو تماشه ګورې ، دا زمونږ غېرت نه زغمي  خو ولې سهېل آفريدي  ته دا قبول ده۔ دغس ېوفاقي وزير د صوبې وزيراعلٰې سهېل آغريدي د ترهګرو سهولت كار وګرځولو۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې اے اېن پي، جے يو آئي (ف)، جے يو آئي سميع الحق او مسلم ليګ (ن) جنازې پورته كړي او وينه ئې وركړې٬ د ترهګرۍ غندنه نه كول بزدلي ده٬۔ ده ووئيل په صوبه كښې مائننګ، ګولډ مائننګ، ټمبر، ټوبيکو كښې هر څه ټيرر کرائم نيکسس دي۔ ده ووئيل  په صوبه كښې نان کسټم پيډ ګاډي او د نمبر پلېټ و رجسټرېشن نه غېر ګاډي او موټر سائيکلې چلېږي، دوي په  12 نيمو كالو كښې د ګاډو رجسټرېشن ونه كړے شو٬ دا د صوبې ذمه واري وه، دې سره د صوبې ټېكس ريونيو زياتېږي٬ ده ووئيل  كه د ګاډو رجسټريشن او کمپيوټرائزډ ډيټا بيس جوړ كړے شي نو د ترهګرو او د غېر قانوني ګاډو درك لګېدے شي او رجسټريشن څخه ترلاسه كېدونكې په اربونو روپۍ به د صوبې په خېرښګره او د ترهګرۍ په ضد جنګ  خرڅ كېدې شوې۔ ده ووئيل  د خېبر پښتونخوا حکومت پوليس لپاره د بلټ پروف ګاډو اخستو نه هم سرغړونه كړې۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په پنجاب كښې سي ټي ډي فورس جوړ كړے چا چې په موثره ډول کاؤنټر ټيررازم آپريشنز كړي او د ترهګرۍ په خاتمه كښې ئې كردار لوبولے او د خېبرپښتونخوا حكومت داسې فورس جوړ كړے او نه جوړول غواړي۔ ده ووئيل  په خېبر پښتونخوا كښې شهيدان زياتره عام وګړي دي او د ټولې صوبه سيكورټي سياسي مقاصدو لپاره كاروي٬ په هنګو، ډي آئي خان او کوهاټ كښې مړي پراته دي٬ هلته ژوبل شوو وئيل چې مونږ روغ شو نو د دې ترهګرو به بندوبست وكړو۔ ده ووئيل ان شاء الله ټول قام او پاك پوځ به په ګډه د ترهګرو خاتمه وكړي ځكه چې هغوي زمونږ د ماشومانو وينې بهولې دي۔ ده ووئيل  پي ټي آئي به د يو بنديوان خبره كوي او په اسلام آباد كښې به  پرلت وهي خو د خپلې صوبې حالت ته مو وګورې ، دوي پوليس د ترهګرو په وړاندې تش لاسي شهيد كېدو ته پرېښودي دي۔ د اطلاعات وزير ووئيل  زه د شهيد کانسټيبل فهيم الله استوګنې ته تللے يم ٬ د ھغه پلار د همت او حوصلې پهه مظاهره كولو سره ووئيل زما يو زوي ٶ چې شهيد شو۔ وفاقي وزير ووئيل څومره به ښه وې چې فهيم الله په بلټ پروف جيکټ كښې ډيوټې كوله او په لاس كښې ئې جديد وسله وه ۔ ده ووئيل صوبائي حكومت په دې مد كښې ترلاسه كېدونكې پېسه خپلو سياسي مقاصدو،  پرلتونو او په  جلسو خرچ كړې۔ وفاقي وزير د پرېس کنفرنس په مهال د يو افغان وګړي عكس ميډيا ته وښودلو۔ ده ووئيل  دا ھغه افغان وګړے دے چا چې د ترهګرۍ په كارروائۍ كښې برخه اخستې او په ريسکيو ډله ئې بريد كړے۔ ده ووئيل  د اوپن سورس انټيلي جنس له مخې په سوشل ميډيا د دې كس عكس د کابل د پښتونستان سکوائر مخې ته راغلے دے۔ ده ووئيل په صوبه كښې وينې بهېږي٬ مړي پراته دي او خلق شهيدان كېږي خو ولې د پي ټي آئي صوبائي حكومت ته سياست خوږ دے۔ ده ووئيل د پاکستان سلامتيا او د ترهګرۍ خاتمې لپاره چې څه ممكن وي ھغه به كوٶ۔ ده ووئيل کوهاټ كښې افغانستان څخه ډرون راغلي او په كرم كښې ډزې شوي ، خو پي ټي آئي  څه وئېلي قدرې نه دي۔ ده ووئيل دوي د ترهګرو سهولت كاري دې لپاره كوي چې د دوي سياسي او مالي مفادات د هغوي سره تړلې دي٬ كه مړي كېږي نو كېږې دي د دوي څه پرواه ځكه نشته چې دوي ته خپل سياست خوږ دے۔ وفاقي وزير ووئيل رامخې ته دې كړے شي چې  يو شمېر سوه اربه په كوم ځائے كښې خرڅ شوي او ھغه فنډ څخه د سېف سټي څومره كېمرې لګولې شوي۔ ده ووئيل  په لاهور كښې کيپټن مبين او زاهد ګوندل شهيدان شوي وو د ترهګرو سهولت كار د سېف سټي كېمرو په مرسته ونيول شول۔ ده ووئيل  صوبائي حكومت دې حساب راكړي چې کائونټر ټيررازم دا پېسې په  پرلتونو او سياسي هلو ځلو ولې خرڅ كړې شوي دي ؟ ۔ ده ووئيل د سياست هم څه اصول وي٬ د پاكستاني په حېث زما غېرت دا اجازه نه راكوي چې زه د ترهګرو سهولت كار سره په نرمۍ خبره وكړم۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل  سهېل آفريدي په انتظامي او سياسي توګه ناكامه شوے دے۔ ده ووئيل سهېل آفريدي پرون علي امين ګنډا پور له تللے ٶ د چا په اړه به چې ده په ماضي كښې غټې غټې خبرې كولې  او هغه به ئې د حکومت مرستياله ګرځولو٬ د سهېل آغريدي سياسي ساکھ دومره كمزورے شوے  چې د خپلو كاركنانو مخې له نشي ورتللے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ناکام حکومت ناکامه وزيراعليٰ په سياست او انتظامي دواړو چارو كښې ناكامه شوے دے٬ پ صوبائي بربادي روانه ده ، ترهګري زياتېږي او صوبائي حكومت د دې په مخه نيولو كښې ناكامه دے٬ د دې برعکس د بلوچستان وزيراعليٰ سرفراز بګټي د ترهګرۍ په ضد موثره اقدامات كړي دي۔ د تېر يو كال په مهال سرفراز بګټي د نيشنل ايکشن پلان له مخې يو شمېر غونډې كړې دي٬ پوليس له ئې جديد وسله وركړې ده او د وفاق نه ئې افسران هم بللي دي۔ وفاقي وزير ووئيل د باني پي ټي آئي پاليسۍ ترهګر بېرته راوستل او آبادول دي ٬ د نواز شريف په دور كښې په نيشنل ايکشن پلان مؤثر عملدرآمد  شوے او  تر 2017ء د هېواد په زياتره سيمو كښې د ترهګرۍ خاتمه شوې وه خو په كال 2018 كښې د تحريک انصاف حکومت ترهګر بېرته راوستلو سره د آبادولو پاليسي خپله كړه۔ ده تور ولګولو چې باني پي ټي آئي د کالعدم تحريک طالبان پاکستان او تحريک طالبان افغانستان لپاره تل نرمي لرله  او د ھغه د پاليسو په نتيجه كښې ترهګر بېرته آباد شوي چې نتيجې ئې اوس رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل  پي ټي آئي له د ترهګرو په حواله د خپلې پاليسۍ وضاحت پكار دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب  د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د پي ټي آئي صوبائي حکومت پوليس د پي ټي آئي د سياسي ونګ جوړولو هڅې كوي٬صوبائي حکومت د پبلک سروس کميشن ختمولو سره نېغه په نېغه بهرتۍ كول غواړي۔ ده پوښتنه وكړه چې صوبائي حکومت نېغ په نېغه بهرتۍ ولې كول غواړي؟ صوبائي حکومت د بھرتيو، تبادلو او تعيناتو ټول اختيارات ځان سره ځكه ساتل غواري چې په سياسي بنيادونو په پوليس كښې بهرتۍ وكړې شي دغسې چې په پوليس كښې سياسي كسان بهرتي كولو سره د ترهګرو د سهولت كارۍ لاره هواره شي كومه چې به د شهيدانو خپلوانو او د هغوي قربانۍ سره ناانصافي وي او د يو قانون له مخې د دې اجازه نشي وركړے كېدے۔ د اطلاعات وزير ووئيل نيشنل ايکشن پلان الحمدلله په موثر ډول روان دے خو د پي ټي آئي صوبائي حكومت د دې هېڅ پرواه نه لري دوي ته نه د نېشنل پته ده٬ نه د اېكشن او نه د پلان۔