پېنډۍ ۔12فروری(اے پی پی) د راديو نړيوالې ورځ 2026 په موقع د راديو پاكستان او رفاه انسټيټيوټ آف ميډيا سائنسز په همكارۍ د بين الجامعاتي پروګرام او د انعامونو ويش دستوره وشوه۔ په دې موقع د رفاه انټرنېشنل پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر انیس احمد، اسټېشن ډائرېکټر راديو پاکستان عاطف، ډاكټر علي رانا، هېډ آف ډیپارټمنټ میډیا سائنسز فاطمه جناح وېمن یونیورسټی او د رفاہ انټرنېشنل یونیورسټی رېډيو سېټېشن مشر عرفان …
د راديو پاكستان او رفاه انسټيټيوټ آف ميډيا سائنسز په همكارۍ د بين الجامعاتي پروګرام او د انعامونو د ويش دستوره
پېنډۍ ۔12فروری(اے پی پی) د راديو نړيوالې ورځ 2026 په موقع د راديو پاكستان او رفاه انسټيټيوټ آف ميډيا سائنسز په همكارۍ د بين الجامعاتي پروګرام او د انعامونو ويش دستوره وشوه۔ په دې موقع د رفاه انټرنېشنل پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر انیس احمد، اسټېشن ډائرېکټر راديو پاکستان عاطف، ډاكټر علي رانا، هېډ آف ډیپارټمنټ میډیا سائنسز فاطمه جناح وېمن یونیورسټی او د رفاہ انټرنېشنل یونیورسټی رېډيو سېټېشن مشر عرفان په شمول د نېشنل یونیورسټی آف ماډرن لېنګوېجز (نمل)، فاطمه جناح وېمن یونیورسټی، رفاہ انسټیټیوټ آف میډیا سائنسز او ووېمن یونیورسټی زده كوونكو او استاذانو ګډون وكړو۔ د دستورې خاص مېلمنه ډائرېكټر پروګرامز رېډيو پاكستان مسرت شارخ ووئيل راديو پاكستان يوه عظيمه قومي اداره ده كومې چې نه يوازې د پاكستان جوړېدو په هلو ځلو كښې برخه اخستې بلكې روايات ٬ كلتور او قامي پېژندګلو ته دوام وركولو كښې يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ننے ځوان كول د رېډيو پاكستان تر ټولو لويه اثاه ده او دا اداره دې ځوانانو له د زده كړی ٬ د رائے څرګندونې او د صلاحيتونو لا په زړه پورې كولو او ځلولو موقع وركوي۔ مسرت شارخ د راديو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل نن هم راديو پاكستان د ابلاغ تر ټولو لويه سرچينه ده د كومې لاس رسنه چې د سوشل ميډيا په مقابل كښې زياته ده۔ په دې موقع خاص مېلمنې د زده كوونكو كاميابۍ وستائېلې۔ د دستورې په پايه كښې منتظمينو د مېلمنو مننه وكړه او په سباؤن كښې يۍ د دې ډول پروګرامونو كولو د عزم څرګندونه وكړه












