روغتيا او درملنه د هر انسان بنيادي حق دے٬ په دې معامله بايد سياست ونه شي۔ سينيټر رانا ثناء الله

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) سينيټر رانا ثناء الله وئيلي دي روغتيا او درملنه د هر انسان بنيادي حق دے٬ په دې معامله بايد سياست ونه شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ووئېل د وکيل سليمان صفدر لخوا په سپريم کورټ كښې په وړاندې كړي رپورټ كښې په زندان كښې د ټولو سهولتونو تفصيلي ذكر موجود دے چې ورسره د بنديوان …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) سينيټر رانا ثناء الله وئيلي دي روغتيا او درملنه د هر انسان بنيادي حق دے٬ په دې معامله بايد سياست ونه شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ووئېل د وکيل سليمان صفدر لخوا په سپريم کورټ كښې په وړاندې كړي رپورټ كښې په زندان كښې د ټولو سهولتونو تفصيلي ذكر موجود دے چې ورسره د بنديوان د تنهائي د بيانيې نفي كېږي۔ رانا ثناء الله ووئيل سليمان صفدر په زندان كښې د درې ساعته نه زيات وخت تېرولو سره د نعارې٬ د غرمې او د ماسخوتن د ډودۍ٬ ميډيکل سهولتونو او د مشاورت پشمول د ټولو انتظامات جاج اخستے او خپل رپورټ كښې يې د دې ذكر كړے دے۔ ده ووئيل چيف جسټس د سليمان صفدر او د جيل سپرنټنډنټ رپورټس يو ډول ګرځولي دي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني دا نه دي وئيلي چې زما علاج نه كېږي بلكې ھغه په علاج د عدم اطمينان څرګندونه كړې۔ ده ووئيل چې كله يې شكايت كړے ورته د علاج سهولت وركړے شوے او د سترګې په تكليف كښې پمز ته بوتللے شوے ٶ۔ ده ووئيل د سليمان صفدر د رپورټ په مشاهده كولو سپريم کورټ حکومت ته هدايات جاري كړل او اټارني جنرل عدالت ته باور وركړو چې د باني پي ټي آئي د صحت په حواله به ټول ممكن اقدامات كولې شي۔ رانا ثناء الله د ليډر آف دي اپوزيشن او د اپوزيشن نورو غړو ته اپيل وكړو چې د چا په صحت سياست پكار نه دے او كوم اصول چې په حکومت لاګو كېږي ھغه په اپوزيشن هم لاګو كېږي

مزید خبریں