وزيراعظم شهباز شريف سره د ترك پلاوي ملاقات ٬ د كركيلې په څانكه كښې د دوست هيوادونو ترمينځه د همكارۍ په حاجت زور

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كركيلې په څانګه كښې بلها وسائل او صلاحيتونو كارولو له د بشپړه تګلارې او د ملګرو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ په حاجت زور راوړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيه د كركيلې ټېكنالوجيز كلسټر (ټی یو اېم ای) بورډ چیئرمېن عبد القادر قاراګوز په مشرۍ كښې 4 كسيز پلاوي …

اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د كركيلې په څانګه كښې بلها وسائل او صلاحيتونو كارولو له د بشپړه تګلارې او د ملګرو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ په حاجت زور راوړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د تركيه د كركيلې ټېكنالوجيز كلسټر (ټی یو اېم ای) بورډ چیئرمېن عبد القادر قاراګوز په مشرۍ كښې 4 كسيز پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ وزیراعظم پلاوي سره خبرو كښې ووئيل پاكستان تركيه سره د ورورولۍ خپلو مثالي اړيكو مضبوطولو سره سره معاشي همكارۍ ته ودې وركولو كښې خوښي لري۔ وزیراعظم د تركيه په شمول په نورو هېوادونو كښې د عصري ټېكنالوجۍ او كركيلې پوهانو له امله د كركيلې په څانګه كښې جدت څخه مستفيد كېدو لپاره د همكارۍ زياتولو اهميت په ډاګه كولو سره د كركيلې په څانګه كښې د پاكستان بلها وسائل او صلاحيتونه كارولو له د بشپړه تګلارې او د ملګرو هېوادونو ترمينځه د همكارۍ په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل ورور هېواد تركيه سره د كركيلې او لائيو سټاك په څانګه كښې د همكارۍ زياتولو بلها موقعې شته۔ وزیراعظم ووئيل قدرت پاكستان ته د كركيلې په څانګه كښې بې شمېره وسائل وركړي دي او عصري ټېكنالوجي كارولو سره دې وسائلو څخه د استفادې كولو هڅې كولې شي۔ په دې موقع د ګروپ چيئرمېن عبد القادر ووئيل ترکیه او پاکستان په ګډه ګلوبل فوډ وېليو چېن كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او تركيه مشرتابه د كاروباري حضرات ترمينځه همكاري زياتولو له د لارې مشالونه دي۔ په ملاقات كښې د ګروپ چيئرمېن عبد القادر د پاكستان او تركيه ترمينځه د كركيلې او لائيو سټاك په څانګ كښې مرستې زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښی په پاكستان كښې د تركيه سفير عرفان نذیراوغلو، نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار، د تجارت وفاقي وزير جام کمال، د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه، د وزیراعظم سلاحكارانو سید طارق فاطمی او هارون اختر او نورو اړوندو سركاري افسرانو ګډون وكړو

مزید خبریں