ګرد هېواد كښې په 12 زره 665 فيډرز كښې د 12 زره نه په زيات فيډز د لس ساعته نه زيات لوډشيډنګ كېږي۔ اويس احمد لغاري

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير اويس احمد لغاري قامي اسمبلۍ ته ووئيل ګرد هېواد كښې په 12 زره 665 فيډرز كښې د 12 زره نه په زيات فيډز د لس ساعته نه زيات لوډشيډنګ كېږي٬ د جولائي نه تر دسمبر كال 2025 كښې د بجلۍ صارفين د 8 اربه٬ 78 كروړه 7 لكه 111 يونټس كارولې دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د انرژۍ وفاقي وزير اويس احمد لغاري قامي اسمبلۍ ته ووئيل ګرد هېواد كښې په 12 زره 665 فيډرز كښې د 12 زره نه په زيات فيډز د لس ساعته نه زيات لوډشيډنګ كېږي٬ د جولائي نه تر دسمبر كال 2025 كښې د بجلۍ صارفين د 8 اربه٬ 78 كروړه 7 لكه 111 يونټس كارولې دي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ايوان ته په تحريري توګه ووئيل شول د کوئټه اليکټرك سپلائي کمپنۍ په 814 كښې په 604 فيډرز د لس ساعته نه زيات لوډشېډنګ كېږي٬ د سيپكو په 707 فيډرز كښې په 704 فيډزر د لس ساعته نه زيات لوډ شيډنګ كېږي٬ د ټيسکو په 357 كښې په 174، د پيسکو په 1376 كښې په 642 فيډرز د لس ساعته نه زيات لوډشېډنګ كېږي ٬ دغسې د حېسکو په 747 كښې په 322، هزاره اليکټرک کمپني كښې په 286 كښې په 37 فيډرز د لس ساعته نه زيات لوډ شيډنګ كېږي، ليسکو، آئيسکو، ګيپکو او فيسکو په يو فيډر د لس ساعته نه زيات لوډ شيډنګ نشته۔ ده ووئيل د جولائي نه تر دسمبر كال 2025 كښې د بجلۍ صارفينو د 8 اربه٬ 78 كروړه 7 لكه 111 يونټ استعمال كړي دي٬ د 11 تقسيم كوونكو کمپنو د صارفينو مجموعي شمېره درې كروړه 92 لکه 20 زره 38 ده٬ په ګرد هېواد كښې د بجلۍ د پروټيکټډ صارفينو شمېره تر دوو کروړو 15 لکه 50 زره رسېدلې ده۔

مزید خبریں