د آسټريليا په ضد ټي ټونټي سيريز كښې په کلين سوئپ د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي قومي ډلي له مباركي وركړه

لاهور 01 فروري (اے پي پي) پاکستان کرکټ ډلي د آسټريليا په ضد درې ميچونو ټي ټوئنټي سيريز كښې د ښه کارکردګۍ مظاهره کولو سره کلين سوئپ کړې ، په دې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي قومي ډلي له مباركي وركړې ده۔محسن نقوي ووئيل قومي لوبغاړو د ښه ټيم ورك مظاهره کولو سره درې ميچونو كښې كاميابي ترلاسه كړي،كومه چې د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل دا كاميابي د …

لاهور 01 فروري (اے پي پي) پاکستان کرکټ ډلي د آسټريليا په ضد درې ميچونو ټي ټوئنټي سيريز كښې د ښه کارکردګۍ مظاهره کولو سره کلين سوئپ کړې ، په دې د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي قومي ډلي له مباركي وركړې ده۔محسن نقوي ووئيل قومي لوبغاړو د ښه ټيم ورك مظاهره کولو سره درې ميچونو كښې كاميابي ترلاسه كړي،كومه چې د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل دا كاميابي د لوبغاړو د محنت او پرله پسې هڅو نتيجه ده۔د پي سي بي چيئرمين هيډ کوچ مائيك هيسن، کپتان سلمان آغا او ټولي ډلي له مبارکي وركولو سره ووئيل د آسټريليا په شان قوي او تجربه لرونكي ډلي له پرله پسې درې ميچونو كښې ماتې وركول لويه کارنامه ده۔محسن نقوي ووئيل پاکستان اولس د قومي ډلي څخه د دې ډول کارکردګۍ هيله لري۔د پي سي بي چيئرمين هيله څرګنده كړه چې قومي کرکټ ډله به سباؤن كښې دې جذبے، نظم و ضبط او محنت سره كاميابۍ ترلاسه كوي او د هېواد نامه به روښانه كوي۔