لاهور 01 فروري (اے پي پي) وزيرِاعظم شهباز شريف د آسټريليا په ضد ټي ټونټي کرکټ سيريز كښې په کلين سويپ قوم له مبارکي وركولو سره د پاکستان کرکټ ډلي ښه کارکردګي وستائله۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل قومي کرکټ ډلي ښه لوبه كولو سره د ټي ټونټي سيريز ټول ميچونه په خپل نوم كړي، قومي ډلي لوبغاړو …
وزيرِاعظم شهباز شريف د آسټريليا په ضد ټي ټونټي کرکټ سيريز كښې په کلين سويپ قوم له مبارکي وركړه
لاهور 01 فروري (اے پي پي) وزيرِاعظم شهباز شريف د آسټريليا په ضد ټي ټونټي کرکټ سيريز كښې په کلين سويپ قوم له مبارکي وركولو سره د پاکستان کرکټ ډلي ښه کارکردګي وستائله۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل قومي کرکټ ډلي ښه لوبه كولو سره د ټي ټونټي سيريز ټول ميچونه په خپل نوم كړي، قومي ډلي لوبغاړو د لوبي په مهال بيټنګ، باؤلنګ او فيلډنګ پشمول ټولو څانګو كښې د غير معمولي مهارت، جذبے او ټيم ورك مظاهره کړې ده،د لوبغاړو محنت، نظم و ضبط او جذبے په سوب دا کاميابي ممکن شوي۔ وزيراعظم د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي ،لوبغاړو او ټيم مينجمنټ ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره هيله څرګنده كړي چې د كاميابۍ دا سلسله به روانه وساتلے شي۔












