فیصل آباد 01 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر مملکت سینیټر طلال چوهدری وئيلي چې د حقونو په نوم سکولونه،روغتونونه او بازارونه په نښه كول يو د غندني وړ جرم دے او ریاست د داسې عناصرو په ضد بشپړه قوت سره كاروائي كوي۔په خپل كور كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د هند ميډيا د بلوچستان په اړه منظم،د دروغو او ګمراہ کن پروپیګنډا كړي، جعلی ویډیوز …
د هند پروپیګنډے او ترهه ګرۍ په ضد ټول رياست يو موټې دے۔طلال چوهدری
فیصل آباد 01 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزیر مملکت سینیټر طلال چوهدری وئيلي چې د حقونو په نوم سکولونه،روغتونونه او بازارونه په نښه كول يو د غندني وړ جرم دے او ریاست د داسې عناصرو په ضد بشپړه قوت سره كاروائي كوي۔په خپل كور كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د هند ميډيا د بلوچستان په اړه منظم،د دروغو او ګمراہ کن پروپیګنډا كړي، جعلی ویډیوز ئې جوړ كړي او د بلوچستان د حقونو په نوم ئې د دروغو بيانيه جوړه كړي دغسې ترهه ګرۍ كښې د هند د سرپرستۍ ښكاره شواهد شته۔ده ووئيل هند جنګ كښې ماتي نه پس اوس په پراکسی وار سرمايه كاري كوي دغسې د بی ایل اے پشمول نور ترهه ګر تنظیمونه کالعدم دي او د هغوي په ضد شواهد نړيوالي ورورلۍ ته وړاندې كړې شوي۔ طلال چوهدری واضحه كړه چې وادی تیرہ او بلوچستان كښې د تيرو درې ورځو په مهال رامخې ته شويو پېښو په اړه دا تاثر وركول چې ترهه ګرو 12 ځايونه په نښه كړي او په سيمه كښې قبضه كړي دا خبره بے بنسټه ده۔وزیر مملکت ووئيل تره هګر د عام وګړي په شكل كښې راغلې او يو څو ځايونه ئې سافټ ټارګټس کولو سره په نښه كولو هڅه كړي۔هغوي ميرمني او مساومان او وګړي ډھال جوړ ګړې،دغسې سیکیورټی فورسز په وخت او كوټلي کارروائی کولو سره دغه بريدونه شنډ كړي او د وګړو تحفظ ئې باوري كړې۔سیکیورټی فورسز کارروائی کولو سره ګڼ ترهه ګر وژلي او ځيني نيولې شوي دغسې د تښتيدلو ترهه ګرو تعاقب روان دے۔طلال چوهدری ووئيل د نېشنل ایکشن پلان ترمخه د ترهه ګرغ په ضد كاروائي رواني دي او ټول سياسي ګوندونه خپلو كښې په دې اړه بشپړه اتفاق رائے لري۔ وفاقی حکومت د بلوچستان حکومت سره ولاړ دے او حکومت هر وخت چمتو دے۔












