لاهور 01 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي چې جنګ كښې ماتي سره مخ كيدو نه پس هند ته لوئ تكليف دے، سكيورټي ادارے د هند پراكسيز ختموي،د خېبر پښتونخوا حكومت بے عقل موج كښې اخته دے،د هغوي كار صرف احتجاج او اډياله سره ناسته ده،هغوي صوبه كښې صحت، تعليم او انفراسټركچر ته پام لرني احساس نه لري،هغوي تر اوسه خېبر خېبر …
سكيورټي ادارے د هند پراكسيز ختموي،د خېبر پښتونخوا حكومت كار صرف احتجاج او اډياله سره ناسته ده۔عطا الله تارړ
لاهور 01 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي چې جنګ كښې ماتي سره مخ كيدو نه پس هند ته لوئ تكليف دے، سكيورټي ادارے د هند پراكسيز ختموي،د خېبر پښتونخوا حكومت بے عقل موج كښې اخته دے،د هغوي كار صرف احتجاج او اډياله سره ناسته ده،هغوي صوبه كښې صحت، تعليم او انفراسټركچر ته پام لرني احساس نه لري،هغوي تر اوسه خېبر خېبر پښتونخوا كښې څه كار نه دې كړے، خېبر پښتونخوا حكومت دې اوائي چې تيراه لپاره ورګړې شوي څلور اربه روپۍ چرته لاړي؟ د باړه سياسي اتحاد وائي بد انتظامي او بدعنواني شوي، د ګورنر راج آئيني آپشن هر حكومت سره وي خو هڅه كوو چې د هغې ضرورت را نه شي، خېبر پښتونخوا حكومت بايد د هوش څخه كار واخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ لاهور حلقه اين اے 127 كښې والټن روډ قينچي بازار چونګي امرسدھو كښې د پاكستان مسلم ليګ ن دفتر افتتاح په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د مسلم ليګ (ن) لارښود خواجه سعد رفيق، ځائې سياسي و سماجي لارښودو پشمول ګڼ شمير وګړي موجود وو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل بلوچستان كښې د فتنه الهندوستان د اړخه بزدلانه بريد شوې او د يو منظم سازش ترمخه بلوچستان امن تباه كولو هڅه شوي خو زه سكيورټي فورسز، پاك پوځ ٬ پوليس او د بلوچستان حكومت ته پيرزوئنې وړاندې كوم چا چې 80 څخه زيات ترهه ګر ووژل۔ده ووئيل د هېواد سلامتيا او تحفظ لپاره زمونږ سيكورټي فورسز د شهادت جذبه لرلو سره هر وخت چمتو وي،ترهه ګرو 12 ښارونو كښې د ترهه ګرۍ اراده لرله خو زمونږ سكيورټي فورسز د خپلو ځانونو پرواه كولو نه غير د قربانۍ جذبې سره د هغوي بشپړه مقابله كړې چې ورسره بلوچستان د لوئ زيان څخه بچ شوے په دې پاك پوځ ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔ وفاقي وزير ووئيل ترهه ګرو ته د هند څخه مرسته ترلاسه كيږي،دا خبره ښكاره ده چې د هند ميډيا بلوچستان بلوچستان وائي،د هند جاسوس كلبوشن ياديو نيولې شوي وو دا ښكاره ثبوت دے۔ عطا الله تارړ ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په بشپړه ډول د صورتحال څخه خبر دے او سكيورټي ادارو سره رابطه كښې دے، وزيراعظم د دې عزم څرګندونه كړي چې انشا الله تعالي ترهه ګري به ختمولې شي۔ده وئويل فيلډ مارشل سيد عاصم منير په قيادت كښې پوځ معركه حق كښې كاميابي ترلاسه كړي، هند ته په دغه خبره لوئ تكليف دے او هغوي اوس د پراكسي وار د لارې په پاكستان د بريد كولو هڅي كوي۔ وفاقي وزير ووئيل هند له پيغام وركوو چې كله هغوي نيغ په نيغه په پاكستان بريد وكړو نو مونږ هغوي ته كوم سبق ښودلې وو كوم به چې عمر له ياد ساتي اوس به د هغوي پراكيزي له هم ماتي وركړو۔ ده ووئيل پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره هر وخت چمتو دے۔ده ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت د اولس څه پروا نه كوي، خېبر پښتونخوا حكومت بے عقل موج كښې اخته دے،تر اوسه هغوي په خېبر پښتونخوا كښې يو كار هم نه دے كړې،هغوي سره احساس نشته،د خېبر پښتونخوا وياند په ټي وي غلطي خبري كوي خو كاركردګي ئې بالكل صفر ده۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل بايد هغوي د پنجاب څخه زدكړه وكړي چرته چې وزيراعليٰ مريم نواز په زړه پوري كار كوي،كله چې سېلاب راغلو نو د پنجاب وزيراعليٰ پخپله د ځپليو مرستي له رسيدلي وه۔ده ووئيل كله چې محمد شهباز شريف د پنجاب وزيراعليٰ وو نو لوئ لوئ منصوبے پېل شوې وي،زه وائيم هغوي دې د پنجاب خخه زدكړه وكړي چې څه ډول د اولس خدمت كيږي،كله چې پنجاب كښې محمد شهباز شريف وزيراعليٰ ؤ نو پي كے ايل آئي هسپتال، راولپنډي كارډيالوجي هسپتال، اورنج لائن ټرين، فرانزك ليب،، سي ټي ډي پشمول جنوبي پنجاب كښې روغتونونه جوړيدل۔نن مريم نواز هغه اولسي خذمت روان ساتلے او د اولس خدمت كوي۔ده ووئيل كے پي كے حكومت اولس بے يارو مدد ګار پرېښودلي،كله چې د تيراه په وګړو د فتنه الخوارج ترهه ګرو بريد وكړو نو پاك پوځ د هغوي مقابله كوي،كله چې وګړي ته د مرستي حاجت وي د خېبر پښتونخوا حكومت غائب شي،هغوي سره احساس نشته ، هر كال هغوي له د كاؤنټر ټيررازم لپاره په اربونو روپۍ وركړې كيږي خو هغوي تر اوسه سي ټي ډي نه ده جوړه كړي ، پېښور كښې سېف سټي كيمرے او نه يو فرانزك ليب جوړ شوے۔د يوې پوښتني په ځواب وزير اطلاعات ووئيل ګورنر راج آئيني آپشن دے ، هر حكومت سره دا آپشن وي خو هڅه كوو چې د دې خبري حاجت پېښ نه شي،د خېبر پښتونخوا حكومت دې هوش څخه كار واخلي۔د يوې بلي پوښتني په ځواب ده ووئيل د باني پي ټي آئي معمولي درملنه شوي،د باني پي ټي آئي په خوښه د هغه طبي درملنه شوي، شه كيدو نه پس هغه اډياله زندان ته منتقل كړې شوے۔دې څخه وړاندې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطا الله تارړ د مسلم ليګ (ن) سينئر لارښود خواجه سعد رفيق سره د دفتر پرانسته وكړه او وګړو سره خبرو اترو كښې ئې ووئيل د هېواد تعمير و پرمختګ د مسلم ليګ(ن) منشور دے۔












