پاکستان، مصر، اردن، متحده عرب امارات، انډونيزيا، ترکيه، سعودي عرب او قطر خارجه وزيرانو په غزه كښې د جنګ بندۍ د اسرائيل د بيا بيا خلاف ورزو غندنه وكړه

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي)د پاکستان، مصر، اردن، متحده عرب امارات، انډونيزيا، ترکيه، سعودي عرب او قطر خارجه وزيرانو د اسرائيل د اړخه غزه كښې د جنګ بندۍ بيا بيا خلاف ورزو سخته غندنه كولو سره د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ د سياسي عمل لپاره نيغ په نيغه خطر او ښه حالات پيدا کولو كښې خنډ ګرځولې۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان …

اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي)د پاکستان، مصر، اردن، متحده عرب امارات، انډونيزيا، ترکيه، سعودي عرب او قطر خارجه وزيرانو د اسرائيل د اړخه غزه كښې د جنګ بندۍ بيا بيا خلاف ورزو سخته غندنه كولو سره د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ د سياسي عمل لپاره نيغ په نيغه خطر او ښه حالات پيدا کولو كښې خنډ ګرځولې۔د اتوار په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې خارجه وزيرانو خپل شريك بيان كښې وئيلي چې د دې خلاف ورزو په نتيجه كښې يو زر څخه زيات فلسطينيان شهيدان او ژوبل شوې دي۔ بيان كښې د اسرائيل دغه اقدامات تاؤ ترېښوالي كښې د زياتوالي سبب ګرځولو سره وئيلي شوې چې دې سره د امن و استحکام هڅو ته زةيان رسيدلې شي او په خاص توګه داسې وخت كښې كله چې سيمه ايزو او نړيوالو ډلو د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د امن منصوبے دويم پړاؤ مخ په وړاندې بوتللو او د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قرارداد 2803 عملدرآمد لپاره په شريكه كار كولو۔خارجه وزيرانو وئيلي د جنګ بندۍ دا پرله پسې خلاف ورزۍ سياسي عمل لپاره لوئ خطر دې او غزه پټي كښې سکيورټي او انساني صورتحال اعتبار سره يو زيات مستحکم مرحلے پلو منتقل كيدو لپاره ښه حالات پيدا کولو روانو هڅو كښې خنډ جوړيدے شي۔دوي د صدر ټرمپ د امن منصوبے دويم پړاؤ كاميابي باوري كولو له بشپړه عزم په حاجت زور راوړو۔خارجه وزيرانو د ټولو ډلو څخه غوښتنه كړي چې په دې نازك پړاؤ كښې خپلي ذمه وارۍ ترسره كړي،د زيات ضبط و تحمل مظاهره وكړي، جنګ بندي برقرار ساتلو او مستحکمولو له هر هر ممکن اقدام وكړي او داسې كوم هم عمل څخه ډډه وكړي كوم چې موجوده عمل ته زيان رسوي۔