سيالکوټ 01 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي تيره ورځ بلوچستان كښې په 12 ځايونو شوي د ترهه ګرۍ بريدونو په بشپړه ډول شنډ كړې شوي۔د لوے څښتن په فضل سره دا مهال بلوچستان کښې امن دے او سکيورټي فورسز د دښمن عناصرو نيوټرلائز کولو لپاره عملياتو كښې بوښت دي۔د اتوار په ورځ د دفاع وزير خواجه محمد آصف سيالکوټ كښې پرېس کنفرنس ته …
بلوچستان كښې د کوآرډينيټډ ترهه ګرۍ بريدونه شنډ كړې شوي، امن بحال دے،د ترهه ګرو په ضد ټول قوم يو موټې دے ۔ د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف
سيالکوټ 01 فروري (اے پي پي) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي تيره ورځ بلوچستان كښې په 12 ځايونو شوي د ترهه ګرۍ بريدونو په بشپړه ډول شنډ كړې شوي۔د لوے څښتن په فضل سره دا مهال بلوچستان کښې امن دے او سکيورټي فورسز د دښمن عناصرو نيوټرلائز کولو لپاره عملياتو كښې بوښت دي۔د اتوار په ورځ د دفاع وزير خواجه محمد آصف سيالکوټ كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې ووئيل دا کوآرډينيټډ بريدونه د بي ايل اے او د هغې ذيلي تنظيمونو د اړخه د تير يو كال په مهال د زيانونو پوره كولو ناكامه هڅه وه۔مونږ تيرو دوه كلونو كښې پاکستان د معاشي پرمختګ پلو روان كړې۔د دې بريدونو مقصد پاکستان عدم استحکام سره مخ كول او هېواد معاشي تباهۍ پلو بوتلل وو،دغسې دښمن په خپلو عزائمو كښې ناكامه شوے۔ده ووئيل بي ايل اے په بنيادي توګه د هندوستان پراکسي دے او هندوستان او بي ايل اے يو دي۔ انټيلي جنس معلومات او نيولي شوي ترهه ګرو اعترافي بيانونو څخه ثابته شوې چې ټولو هلو ځلو لړۍ د هند څخه ترلاسه كيږي۔ بي ايل اے په نړيواله كچه يو نامزد ترهه ګر تنظيم دے په كوم چې د پاكستان پشمول په نړيواله كچه بنديز لګيدلې دے۔وفاقي وزير ووئيل ترهه ګر تنظيم اوس مرمني او ماشومان هم استعمالوي۔ کراچۍ كښې ناكامه خودکش بريد كونكي ماشوم او او پسني كښې پيغلي جينۍ پېښو څخه دا خبره واضحه ثابت شوي چې معصوم ذهنونه په باقاعده توګه د انتها خوښۍ پلو مائل كړې كيږي۔ غريبۍ ، بے روزګارۍ او معاشي مسئلو سره مخ كسان په نښه كړې كيږي۔ده ووئيل نوشکي او دالبندين كښې د ايف سي په هيډکوارټرز هم د بريدونو هڅه شوي،دغسې په مجموعي توګه تقريباً 12 ځايونه په نښه شوي۔ سکيورټي فورسز په وخت کارروائي کولو سره ټول اهداف ناکامه كړي۔په دغه کارروائيو كښې د سکيورټي فورسسز 11 ځوانان شهيدان شوې دغسې تيرو دوه ورځو كښې سل څخه زيات تره هګر وژلې شوي او دغه شميره كښې د زياتوالي امکان دےد دفاع وزير ووئيل نن سهار د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ هم د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كړي او ټول قوم سره ئې خپل غږ سم كړې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد قومي جنګ كښې سياسي اختلافات ختمولو ته اړتيا ده۔په دې كښې كومي سياسي ګټي يا د ګوند سره تړون نه ، بلکه وفاداري يواځې د هېواد او خاوري لپاره ده۔












