اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې په سكيورټي فورسز او عامو وګړو د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كولو سره په دغه بريدونو كښې د سكيورټي فورسز 15 ځوانانو او 18 بے ګناه وګړو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړي۔د قومي اسمبلي سيكرټريټ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې سردار اياز صادق د …
د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې په سكيورټي فورسز او عام وګړو د ترهه ګرو بريدونو غندنه وكړه
اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق بلوچستان كښې په سكيورټي فورسز او عامو وګړو د ترهه ګرۍ بريدونو غندنه كولو سره په دغه بريدونو كښې د سكيورټي فورسز 15 ځوانانو او 18 بے ګناه وګړو په ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړي۔د قومي اسمبلي سيكرټريټ د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې بيان كښې سردار اياز صادق د ترهه ګرو بريدونو په شنډولو او 163 څخه زيات ترهه ګرو په وژلو سكيورټي فورسز ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل په بے ګناه وګړو او فورسز بريدونه كونكي شر خوښي د هيڅ ډول رعايت مستحق نه دي۔ سردار اياز صادق ووئيل ترهه ګر د امن او انسانيت دښمنان دي هغوي كوم مذهب نه لري۔ده ووئيل تر آخري ترهه ګر ختمولو به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ روان وي،د شهيدانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي او قوم د ترهه ګرۍ په ضد يو موتې دے۔ سردار اياز صادق ووئيل قوم د شهيدانو د كورنيو په غم كښې شريك دے۔د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د شهيدانو لوړو درجو او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔












