اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د آزاد جموں و کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمود چوہدری په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔د خالي په ورځ د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې د غمرازۍ په خپل بيان كښې د قومی اسمبلۍ سپيكر د ارواښاد بیرسټر سلطان محمود چوهدری سیاسی و سماجی خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل بیرسټر سلطان …
سردار ایاز صادق د آزاد جموں و کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمود چوهدری په مړينه غمرازي ښكاره كړه
اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د آزاد جموں و کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمود چوہدری په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔د خالي په ورځ د قومی اسمبلۍ سیکرټريټ د اړخه جاري شوې د غمرازۍ په خپل بيان كښې د قومی اسمبلۍ سپيكر د ارواښاد بیرسټر سلطان محمود چوهدری سیاسی و سماجی خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل بیرسټر سلطان محمود چوهدری د كشمير مسئله په ښه ډول پورته كولو له د قدر وړ خدمات ترسره كړي،كوم به چې عمر له ياد ساتلے شي۔ سردار ایاز صادق ووئيل ارواښاد يو مدبر سیاستمدار او د كشمير مسئلې پُرعزم وياند وو۔ده د ارواښاد د زوي آزاد جموں و کشمیر وزیر یاسر سلطان محمود سره غمرازي ښكاره كولو سره هغه سره د يووالي څرګندونه وكړه ۔ ده وئويل په دې سخت وخت كښې د غمجني كورنۍ په غم كښې شريك يو۔سپیکر دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔












