اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی) د پاكستان او چين ترمينځه تكنيكي او پيشه ورانه تعليم او تربيې او د ځوانانو مهارتونو ته وده وركولو كښې همكاري زياتولو له دستاويز لاس ليك كړے شو۔ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د لاس ليك دستوره په وزيراعظم آفس اسلام آباد كښې وشوه۔ د دستاويز له مخې ځوانانو ته به عصري او د نړيوال ماركيټ د ضرورت له مخې مهارتونه ښودلې شي۔دا …
د پاكستان او چين ترمينځه تكنيكي او پيشه ورانه تعليم او تربيې او د ځوانانو مهارتونو ته په وده وركولو كښې همكاري زياتولو له دستاويز لاس ليك كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی) د پاكستان او چين ترمينځه تكنيكي او پيشه ورانه تعليم او تربيې او د ځوانانو مهارتونو ته وده وركولو كښې همكاري زياتولو له دستاويز لاس ليك كړے شو۔ د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د لاس ليك دستوره په وزيراعظم آفس اسلام آباد كښې وشوه۔ د دستاويز له مخې ځوانانو ته به عصري او د نړيوال ماركيټ د ضرورت له مخې مهارتونه ښودلې شي۔دا لوظ نامه د چين پاكستان ټي وي اي ټي مرستې٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام او ټينګ چائينز ايجوكېشن اينډ ټېكنالوجي٬(پرائيويټ)لميټډ پاكستان ترمينځه وشوه۔ د دې اقدام مقصد ځوانانو لپاره د روزګار موقعې ښه كول٬په تعليم كښې ډيجيټل بدلون ته وده وركول او د نړيوال ماركيټ د ضرورت له مخې د مهارتونو وده باوري كول دي۔د لاس ليك دستوره كښې د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ګډون وكړو۔دا لوظ نامه پاكستاني ځوانانو ته د عصري او ماركيټ ضرورتونو له مخې د فني او ډيجيټل مهارتونو ښودلو شريك عزم عكاسي كوي۔د منصوبې له مخې به په لويه كچه د صلاحيت سازۍ فعاليتونه ترسره كولې شي۔په كومو كښې چې نزدې 2 زره ماسټر ټرينيز او د پنځه كاله په مهال 50 زره څخه زيات ځوانانو ته تربيه وركول شامل دي۔











