اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثه و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په مشرۍ كښې په پاکستان كښې په كال 2026 كښې د ګندھارا کنفرنس تابيا په اړه د انتظامات جاج اغستو لپاره د شورو په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د حکومت د روان کفايت شعاري كمپائن له مخې د ګندھارا کنفرنس د چمتوالي نيولو او د بېلو اړخونو تفصيلي جاج واخستلے شو٬ …
د وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په مشرۍ كښې د ګندھارا کنفرنس چمتوالي نيولو په اړه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د قامي ورثه و كلتور وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي په مشرۍ كښې په پاکستان كښې په كال 2026 كښې د ګندھارا کنفرنس تابيا په اړه د انتظامات جاج اغستو لپاره د شورو په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د حکومت د روان کفايت شعاري كمپائن له مخې د ګندھارا کنفرنس د چمتوالي نيولو او د بېلو اړخونو تفصيلي جاج واخستلے شو٬ پرېكړه وشوه چې د موجوده کفايت شعاري كمپائن له مخې د کنفرنس د تابيا په معامله به حکومت ته منظوري لپاره وړاندې كولې شي۔ وفاقي وزير او د غونډې ګډون كوٶنكو په اصولي توګه په پاکستان كښې په كال 2026 كښې د ګندھارا کنفرنس لپاره په پېشرفت اتفاق وكړو ۔ د کنفرنس انتظامات ته حتمي شکل وركولو لپاره وفاقي او صوبائي اړوندو ادارو ترمېنځه نور مشاورت او رابطه به روانه ساتلې شي۔ په غونده كښئ د وزيراعظم د ګندھارا ټاسک فورس رابطه کار عمران شوکت، د قامي ورثه و كلتور سيکرټري اسد رحمان ګيلاني، منيجنګ ډائريکټر پاکستان ټورازم ډويلپمنټ کارپوريشن (پي ټي ډي سي) آفتاب رانا، د آثارِ قديمه و سېلګرۍ محكمې ، د داخله او خارجه وزارتونو سينئر چارواكو ګډون كولو










