د شنګهائي مرستې تنظيم پلاوې د اين ډي ايم اے هيډكوارټرز دوره ٬ په جديد ډيزاسټر مينجمنټ سسټم تفصيلي بريفنګ

اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي)شنګهائي مرستې تنظيم (ايس سي او)غړو هېوادونو استازو د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)هيډكوارټرز دوره وكړه چرته چې هغوي ته د نېشنل ايمرجنسي آپريشن سنټر(اين اي سي سي)صلاحيتي كار او قدرتي آفتونو مخ نيوي لپاره د جوړ جديد ډيجيټل نظام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د ايس سي او پلاوي هركلي …

اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي)شنګهائي مرستې تنظيم (ايس سي او)غړو هېوادونو استازو د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي(اين ډي ايم اے)هيډكوارټرز دوره وكړه چرته چې هغوي ته د نېشنل ايمرجنسي آپريشن سنټر(اين اي سي سي)صلاحيتي كار او قدرتي آفتونو مخ نيوي لپاره د جوړ جديد ډيجيټل نظام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرل انعام حيدر ملك د ايس سي او پلاوي هركلي كولو سره هغه د پاكستان فعاله او جديد ډيزاسټر مينجمنټ فريم ورك څخه خبر كړو ۔ د بريفنګ په مهال پلاوي ته د قدرتي آفتونو د وړاندې نه د اطلاع(ارلي وارننګ سسټم)٬ ممكنه خطرو په ګوته كولو ٬خطرو كښې كمي لپاره د جديد ټېكنالوجۍ٬تحقيق او په ډيټا اډانه نظام موثر استعمال په اړه ووئېل۔د دې نه علاوه تر اولس هنګامي صورتحال كښې په وخت٬مستند معلومات او پيشګۍ خبردارے رسولو په جديد لارو چارو هم رڼا واچولې شوه ۔د اين ډي ايم اے چيئرمېن منطقه د موسمياتي بدلونونو او قدرتي خطرو اثرات څخه محفوظ ساتلو لپاره د ايس سي او غړو هېوادونو ترمينځه د شريكې تګلارې ٬تل پاتې نظام او كوټلو اقداماتو تجويز وړاندې كړو ۔ده د غړو هېوادونو ترمينځه د معلومات په وخت تبادله ٬د كار استعداد زياتولو او تكنيكي د همكارۍ عمل د وخت مهم ضرورت وګرځولو ۔ايس سي او پلاوي د قدرتي آفتونو مخ نيوي لپاره پاكستان كښې د اين ډي ايم اے جديد تر نظام٬پيشګۍ د چمتوالي نيولو او په خاص توګه اين اي او سي فعاله صلاحيتي كار ستائېلو سره د دا منطقې لپاره يو ښه نمونه وګرځوله۔

مزید خبریں