د “سمارټ اسلام آباد” منصوبې له مخې به راتلونكو شپږو مياشتو كښې 2500 آئي او ټي ډيوائسز لګولې شي۔ وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

  اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه اعلان كړے دے چې د "سمارټ اسلام آباد" منصوبې له مخې به راتلونكو شپږو مياشتو كښې 2500 آئي او ټي ډيوائسز لګولې شي دغسې چې وګړو ته جديد ډيجيټل سهولتونه رسول او اربن انتظام خودكاره كړے شي۔ دې دا خبره د شورو په ورځ د هواوے سمر آئي سي ټي ټريننګ …

 

اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه اعلان كړے دے چې د “سمارټ اسلام آباد” منصوبې له مخې به راتلونكو شپږو مياشتو كښې 2500 آئي او ټي ډيوائسز لګولې شي دغسې چې وګړو ته جديد ډيجيټل سهولتونه رسول او اربن انتظام خودكاره كړے شي۔ دې دا خبره د شورو په ورځ د هواوے سمر آئي سي ټي ټريننګ پروګرام بشپړونكو د اسلام آباد زده كوٶنكو انجونو په اعزاز كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه٬ په دې موقع وفاقي وزيرې سندونه هم تقسيم كړل۔ وفاقي وزيرې ووئيل  جديد ټيکنالوجي اوس د ژوند  د هرې څانګې او د اربن سهولتونو رسولو لپاره ضروري شوې ده، حکومت وګړي د قطارونو او د دفترو د چكرونو نه خلاصولو لپاره ون سټاپ موبائل ايپليکيشن او د آسان خدمت مرکزونو د لارې ټول بلز، ټيکسز او سرکاري خدمات په تندۍ سره ډيجيټلائز كوي او دې سره سره په کيپټل كښې په لويه كچه آئي او ټي نيټ ورك جوړولې شي۔ په دې موقع شزه فاطمه خواجه په دستوره كښې د ګډون كوونكو زده كوٶنكو انجونو ستائنې كولو سره ووئيل د 7 ګرېډ نه تر سېكنډ ايئر كم عمر انجونو د اوړي په رخصتۍ كښې نه يوازې د جديد آئي ټي ټريننګ بشپړ كړے دے بلكې اوسطاً د 25 نه تر 28 سرټيفيکيشنز ئې ترلاسه كړي دي او د خپل عمر نه د اعلٰې درجې كورسز پاس كولو سره ئې دنيا حېرانه كړې ده۔ وفاقي وزيرې ووئيل په  جديد دور كښې د آئي ټي او سائبر سکيورټي نېغ په نېغه تعلق د هېواد دفاع او قامي سلامتيا سره تړلے شوے، په دې لړ كښې حکومت جامع سائبر سکيورټي ايکټ او په نوې پاليسۍ هم تند رفتارۍ سره كار كوي۔ په دې موقع وفاقي وزيرې كاميابو زده كوٶنكو له مباركي وركولو سره د ژمي په رخصتۍ كښې د آئي ټي په پروجيکټس  كښې د انټرن شپ وړاندېز هم وكړو

مزید خبریں