وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ سره د اسلام آباد بار كونسل او ډسټركټ بار ايسوسي ايشن پلاوي ملاقات

  اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي حكومت د وكيلانو مسئلو حل او قانوني څانګې ښه والي لپاره اقدامات كوي٬د وكيلانو بارز سره موثر رابطه د قانوني او عدالتي نظام ښه والي لپاره ضرورې ده ۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده  د اسلام آباد بار كونسل او ډسټركټ بار ايسوسي ايشن پلاوي سره …

 

اسلام آباد 30 ستمبر(اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئېلي دي حكومت د وكيلانو مسئلو حل او قانوني څانګې ښه والي لپاره اقدامات كوي٬د وكيلانو بارز سره موثر رابطه د قانوني او عدالتي نظام ښه والي لپاره ضرورې ده ۔د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده  د اسلام آباد بار كونسل او ډسټركټ بار ايسوسي ايشن پلاوي سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړه ۔ د اسلام آباد كونسل پلاوي صدر عليم عباسي او د ډسټركټ بار ايسوسي ايشن پلاوي چوهدري نعيم ګجر په مشرۍ كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې د بارز او وكيلانو ورورولۍ ته د ورامخې ته مسئلو٬قانوني پيشې٬ د بارز آسانيو او د وكيلانو په اړه  چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔د قانون وفاقي وزير ووئېل د وكيلانو ورورلي عدالتي نظام او انصاف وركولو كښې مهم كردار ادا كوي٬د بارز او وكيلانو تجويز ته په قانوني او عدالتي اصلاحات عمل كښې اهميت وركړے كېږي ۔ده د وكيلانو ورورولۍ مسئلو حل لپاره په اړوند فورمز  د ضروري اقدامات باور وركړو ۔په ملاقات كښې د اسلام آباد هائي كورټ بار ايسوسي اشين جنرل سېكرټري قاسم عباسي٬د پاكستان بار كونسل راجه رضوان عباسي او پراسيكيوټر جنرل منظور احمد ججه هم موجود وو۔