د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې اروپائي ائتلاف سره د پاكستان اقتصادي او تجارتي اړيكو قوي كولو غور لپاره د لوړې كچې بين الوزارتي غونډه

اسلام آباد۔30 جنوری (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې اروپائي ائتلاف سره د پاكستان اقتصادي او تجارتي اړيكو په قوي كولو غور لپاره د اعلٰی كچې بين الوزارتي غونډه وشوه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د تجارتي مرستې په زياتولو٬ اقتصادي رابطو لپاره د نوې موقعو په لټولو او د پاكستان - اروپائي ائتلاف اقتصادي اړيكو لا قوي كولو په اهميت زور …

اسلام آباد۔30 جنوری (اے پی پی) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې اروپائي ائتلاف سره د پاكستان اقتصادي او تجارتي اړيكو په قوي كولو غور لپاره د اعلٰی كچې بين الوزارتي غونډه وشوه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د تجارتي مرستې په زياتولو٬ اقتصادي رابطو لپاره د نوې موقعو په لټولو او د پاكستان – اروپائي ائتلاف اقتصادي اړيكو لا قوي كولو په اهميت زور راوړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير دا خبره په ګوته كړه چې جي اېس پي پلس ګټور تجارت لپاره يو مهم فرېم ورك دے او د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره به د دې له صلاحيتونو څخه بشپړه استفاده كول وي۔ په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه٬خارجه سېكرټري سفيرې آمنه بلوج٬د تجارت سيكرټري٬ د بشري حقونو٬ وسائلو او اړوند وفاقي او صوبائي محكمو او وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں