اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د اعلان كړې شوي خاص رېليف پېكج له مخې صنعتونو لپاره د بجلۍ ټيرف كښې د يونټ په سر د 4.04 روپو كمې كړې شوې دې۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د صنعتي بجلۍ بلونو مالي بوج٬ كوم چې د …
صنعتونو لپاره د بجلۍ په ټيرف كښې د يونټ په سر د 4.04 روپو كمې يو يونټ كمې۔اويس احمد خان لغاري

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د اعلان كړې شوي خاص رېليف پېكج له مخې صنعتونو لپاره د بجلۍ ټيرف كښې د يونټ په سر د 4.04 روپو كمې كړې شوې دې۔ د جمعې په ورځ په اېكس خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل چې د صنعتي بجلۍ بلونو مالي بوج٬ كوم چې د حكومت په پیل كښې 8.90 روپۍ في يونټ و٬اوس كمولو سره صفر شوے دے۔ده ووئيل چې د دې بوج خاتمې سره به وهيلنګ چارجز كښې هم كمې راشي۔ده ووئيل چې د دې اقداماتو په نتيجه كښې صنعتي صارفينو ته اوس نزدې 11.5 سېنټ في يونټ حساب سره بجلي ترلاسه كيږي چې ورسره به صنعتي مسابقت زيات او معاشي پرمختګ قوي شي۔ وفاقي وزير د دې پريكړې كرېډټ د وزيراعظم شهباز شريف قيادت او لارښودنې ته وركولو سره ووئيل چې دا ريليف پیكج د صنعتونو بحالۍ او پېداواري لګښت كښې كمي لپاره د حكومت د عزم عكاس دے۔اويس لغاري د هېواد معيشت په سم جهت باور څرګندولو سره ووئيل چې دا اقدام د حكومت پراخه وژن”اړان پاكستان”سره هم آهنګ دے۔











