اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه آصف سره د ترك وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف سلچوک بیرقدار اوغلو ملاقات وكړو۔ د تركيې د وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف په منطقه كښې د امن او استحكام وده كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده د افغانستان پشمول په منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره د تركيې د عزم څرګندونه كولو سره د مشاورت او …
د دفاع وزير خواجه آصف سره د ترك وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه آصف سره د ترك وسله والو ځواكونو چيف آف جنرل سټاف سلچوک بیرقدار اوغلو ملاقات وكړو۔ د تركيې د وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف په منطقه كښې د امن او استحكام وده كښې د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده د افغانستان پشمول په منطقه كښې تلپاتي امن او استحكام لپاره د تركيې د عزم څرګندونه كولو سره د مشاورت او شريكو هڅو د لارې اجتماعي سلامتيا ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ د دفاع وزير په سخت وخت كښې د پاكستان په مرسته كولو د ترك مشرتابه او اولس مننه وكړه۔ د ملاقات په پايه كښې د پاكستان او تركيې ترمينځه دفاعي همكارۍ ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلے وشو كوم چې د سټرېټجك هم آهنګۍ او په منطقه كښې د اوږدې مودې امن او استحكام شريك وژن عكاسي كوي۔











