د پټروليم وفاقي وزير سره د سعودي سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ملاقات ٬ په بيلو څانګو كښې هكمارۍ او دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ملاقات وكړو په كوم كښې چې په بيلو څانګو كښې هكمارۍ او دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو د روانې همكارۍ جاج واغست او په خاص توګه د توان او معدنياتو په څانګو كښې يۍ دوه اړخيزه …

اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير علي پروېز ملك سره د سعودي عربستان سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ملاقات وكړو په كوم كښې چې په بيلو څانګو كښې هكمارۍ او دوه اړخيزه اړيكو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال دواړو اړخونو د روانې همكارۍ جاج واغست او په خاص توګه د توان او معدنياتو په څانګو كښې يۍ دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو اتفاق وكړو۔ په دې موقع اقتصادي همكارۍ ته د ودې وركولو او د په شريكو ګټو د اډانه سرمايه كارۍ موقعو زياتولو عزم پخلے هم وشو۔ سعودی سفیر نواف بن سعید احمد المالکی په رياض كښې په دې وروستيو كښې شوي فیوچر منرلز فورم كښی د پاكستان د فعاله ګډون ستائنه وكړه او د معدنياتو په څانګه كښې يۍ همكاري زياتولو له د دواړو هېوادونو ترمينځه د پرله پسې رابطو په اهميت زور راوړو۔ وفاقی وزیر د فیوچر منرلز فورم په كاميابۍ سعودي سفير له مباركي وركړه۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او سعودي عربستان د معدنيات او توان به څانګو كښې د همكارۍ لا مضبوطولو صلاحيت لري۔ په ملاقات كښې دواړو اړخونو په سباؤن كښې اقتصادي او ستراتيجيكي مرسته لا مضبوطولو له د نزدې رابطې په ساتلو اتفاق هم وكړو۔

مزید خبریں