اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) قامي اسمبلۍ انکم ټېکس آرډیننس كښې د (درېم بدلون) بل 2025 په اكثريت سره منظور كړو۔ د دې قانون سازۍ بنيادي مقصد ټېكس سره اړوندې شخړې هوارولو له د متبادل نظام (اے ډی آر) تګلاره لا مؤثره او سپېځلې جوړول دي۔ د زيارت په ورځ د خزانې ٬ محصولات او رېلوے وزير مملكت بلال اظهر کیانی دا بل ايوان ته وړاندې كولو سره ووئيل د نوي …
قامي اسمبلۍ د انکم ټیکس آرډیننس (دريم بدلون) بل 2025 منظور كړو، د نوي قانون لاندې د اے ډی آر کمیټۍ چیئرمین په تعيناتۍ كښې موجود كمزورۍ لرې كړې شوي: بلالاظهر كياني

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری(اے پی پی) قامي اسمبلۍ انکم ټېکس آرډیننس كښې د (درېم بدلون) بل 2025 په اكثريت سره منظور كړو۔ د دې قانون سازۍ بنيادي مقصد ټېكس سره اړوندې شخړې هوارولو له د متبادل نظام (اے ډی آر) تګلاره لا مؤثره او سپېځلې جوړول دي۔ د زيارت په ورځ د خزانې ٬ محصولات او رېلوے وزير مملكت بلال اظهر کیانی دا بل ايوان ته وړاندې كولو سره ووئيل د نوي قانون لاندې د اے ډی آر کمېټۍ د چيئرمېن د تعيناتۍ عمل كښې شته كمزورۍ لرې كړې شوي دغسې چې د نظام شفافيت باوري كړے شي۔ بلال اظهر کیانی ايوان ته ووئيل په تېر وخت كښې د چيئرمېن د تعيناتۍ بشپړ اختيار يوازې اېف بي آر سره ؤپ چې ورسره به سپېځلتيا ته ګوتې نيولې كېدې۔ ده ووئيل نوي عمل سره به د ټېكس ادا كوؤنكو د حقونو تحفظ باوري شي٬ په عدالتونو به بار كم شي او اے ډي آر به د باور وړ او كم مصرفه متبادل په توګه رامخې ته شي










