سیالكوټ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي زده كوونكي زمونږ سباؤن دے ، وزيراعظم شهباز شريف د ځوانانو پرمختګ لپاره په زړه پورې كار كوي٬ وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم به د مېرمنو په معاشي توګه په خپلو پښو اودرولو له مرستياله وګرځي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنمنټ کالج وېمن یونیورسټی سیالکوټ كښې د زده كوونكو ترمينځه د وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم …
زده كوونكې زمونږ سباؤن دے ٬ وزیراعظم لیپ ټاپ سکیم به ميرمنې په معاشي توګه په خپلو پښو اودرلو له مرستياله وګرځي: خواجه آصف

مزید خبریں
سیالكوټ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي زده كوونكي زمونږ سباؤن دے ، وزيراعظم شهباز شريف د ځوانانو پرمختګ لپاره په زړه پورې كار كوي٬ وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم به د مېرمنو په معاشي توګه په خپلو پښو اودرولو له مرستياله وګرځي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنمنټ کالج وېمن یونیورسټی سیالکوټ كښې د زده كوونكو ترمينځه د وزیراعظم لېپ ټاپ سکیم لاندې د لېپ ټاپ وېش دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د صوبائي اسمبلۍ غړي چوهدري فیصل اکرام، ډپټی کمشنر سیالکوټ صباء اصغر، صدر سیالکوټ چیمبرآف کامرس اېنډ انډسټري سید احتشام مظهر ،وائس چانسلر جی سي یونیورسټی سیالکوټ شازیه بشیر، د فېکلټۍ غړو او زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ خواجه آصف ووئيل زه په دې خوشحاله شوے يم چې زه نن په دې دستوره كښې ګډون كوم۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د ځوانانو پرمختګ لپاره په زړه پوري ډول كار كوي٬وزیراعظم لېپ ټاپ پروګرام ځوانان په خپلو پښو اودرولي دي۔ ځوانان د دې د لارې د نړۍ هر ګوټ ته لاسرسي ترلاسه كوي۔ ده ووئيل كه ځوانان د آئي ټي په مېدان كښې برخه واخلي نو د پاكستان په معيشت كښې به انقلاب راشي۔ په دې موقع كاروباري شخصيت خواجه مسعود دستورې ته خطاب كښې ووئيل زما په فېكټرۍ كښې 2 زره انجونې كار كوي او عزت سره خپل روزي ترلاسه كوي۔ ده ووئيل دلته ناسته كولو سره ګن شمېر ماشومان نړۍ ته اپروچ كوي٬ دغې ځاے څخه آرډر اخلي ٬ په سيالكوټ كښې بېلو كارخانو څخه سمان اخلي او هغه اېكسپورټ كوي۔ ده په دستوره كښې د ګډون كوونكو مننه وكړه۔ په دې موقع د پوهنتون 506 انجونو زده كوونكو ته لېپ ټاپس وركړے شول










