اسلام آباد 22 جنوری(اے پی پی)پارليماني سېكرټري ساجد مهدي وئېلي دي د پاكستان سلامتيا تر ټولو افضل ده او په دې به كوم سمجهوته نه كېږي٬د سكيورټي خطر په صورت كښې كه چرې 24 ساعته هم انټرنيټ او موبائل بندول وو نو هغه به مونږ كوو٬د پي ټي اے په هدايات كمپنو انټرنيټ او موبائل كنكشن وركولو كښې په كلنه توګه درې فيصده اضافه كړی ده۔د زيارت په ورځ په …
د پاكستان سلامتيا تر ټولو اول ده ٬ په دې به كوم سمجهوته نه كېږي٬د پي ټي اے په هدايات كمپنو انټرنيټ او موبائل كنكشن وركولو كښې په كلنه توګه درې فيصده اضافه كړی ده۔ د پارليماني سېكرټري ساجد مهدي قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جنوری(اے پی پی)پارليماني سېكرټري ساجد مهدي وئېلي دي د پاكستان سلامتيا تر ټولو افضل ده او په دې به كوم سمجهوته نه كېږي٬د سكيورټي خطر په صورت كښې كه چرې 24 ساعته هم انټرنيټ او موبائل بندول وو نو هغه به مونږ كوو٬د پي ټي اے په هدايات كمپنو انټرنيټ او موبائل كنكشن وركولو كښې په كلنه توګه درې فيصده اضافه كړی ده۔د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال سيد طارق حسين په پوښتنه ده ايوان ته ووئيل داخله وزارت ټولو ډلو لخوا په درخواستونو انټرنيټ بنديدو لپاره پي ټي اے سره رابطه كوي او د پي ټي اے آپريټرز د لارې په دې پريكړه عملددرآمد كوي۔ده ووئيل ټيلي كام آپريټرز چې پكښې پاكستان ټيلي كميونيكېشن كمپنۍ لميټډ٬ټرانسميشن وائرليس آپريټرز٬موبائل آپريټرز٬لانګ ډسټنس او انټرنېشنل لانګ ډسټنس آپريټرز شامل دي٬د خپل لائسنس ذمه دارو له مخې په شريكه توګه ويب مانيټرنګ سسټم لګولے دے ۔ده ووئيل د پاكستان ټيلي كميونيكېشن اتهارټي لخوا انټرنيټ ټريفك بندول يا د دې رفتار كمولو لپاره كوم نظام نه دې لګولے شوے خو ويب مانيټرنګ سستم د خپلو لائسنس ذمه دارو له مخې د ګرے ټريفك مخ نيوي او د اعتراض وړ موادو مخ نيوے كوي۔










