اسلام آباد۔22جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري په دوو ټكو كښې واضحه كړې ده چې په کشمیر او فلسطین به كومه سودا نه كېږي ، بورډ آف پیس كښې ګډون د هر پاکستاني د زړه غږ دے ۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بیرسټر ګوهر د اعتراض په نكته وفاقي وزیر ووئېل ځينې قامي او نړيوال معاملات د سیاست نه بالا …
په کشمیر اور فلسطین به كومه سودا نه كېږي ، بورډ آف پیس كښې ګدون د هر پاکستاني د زړه غږ دے ، د ډاکټر طارق فضل چوهدري په قامي اسمبلۍ كښې د خیالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزیر ډاکټر طارق فضل چوهدري په دوو ټكو كښې واضحه كړې ده چې په کشمیر او فلسطین به كومه سودا نه كېږي ، بورډ آف پیس كښې ګډون د هر پاکستاني د زړه غږ دے ۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د بیرسټر ګوهر د اعتراض په نكته وفاقي وزیر ووئېل ځينې قامي او نړيوال معاملات د سیاست نه بالا وي او په هغې پرېكړې د امتِ او پاکستان د قامي مفاد تر مخه كولې شي ۔ ده ووئېل بورډ آف پیس كښې د پاکستان شمولیت يوازې د موجودہ حکومت نه د هر پاکستاني د زړه ته نزدې معامله ده ۔ډاکتر طارق فضل چوهدري ووئېل چې كله هم د پاکستان د مفاد، سباون او سلامتیا خبره كېږي نو ټول قام يو غږ كېږي ۔ د ده وېنا وه دا وخت په نړيواله منظرنامه دوه مهم او حساس مسائل د بحث لاندې دي ، چې پكښې د کشمیر مسئله او د فلسطین وړومبۍ ده ۔ پاکستان عمر له په دې دواړو مسائلو ملګرو ملتونو او په نورو نړيوالو فورمز ډېر په مؤثر ډول غږ پورته كړے دے ۔ ده ووئېل د کشمیر مسئله پاکستان د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د يو نیوکلیئر فلیش پوائنټ په توګه رامخې ته كړې ، دغسې په غزہ په فلسطینیانو په خاص په ماشومانو كېدونكو ظلمونو غندنه نه يوازې اسلامي نړۍ بلكې په ټوله نړۍ كښې د مختلف مذهبونو او مکاتبِ فکر كسانو او هېوادونو كړې او په لاکھونو خلقو د دغې ظلمونو خلاف احتجاج كړے ۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئېل د ملګرو ملتونو او سلامتي کونسل قراردادنو تر مخه د غزہ مسئلې حل مستقل جنګ بندي او بيا تعمیرِ دے ۔ پاکستان په دې اړه يو واضحه او ښكاره مؤقف لري او عمر له د فلسطیني اولس سره د یو والي څرګندونه كوي ۔ده ووئېل بورډ آف پیس كښې د پاکستان د ګډون مقصد هم مستقل جنګ بندي او د غزہ بيا د رغونې مرسته ده ، چې پكښې د پاکستان قامي مفاد مقدم ساتلے شوے دے ۔ دا كومه د سیاسي بحث معامله نه ده بلکې د قامي یو والي پیغام د ے كوم به چې د فلسطین اولس او د پاکستان اولس دواړو ته ورسي۔










