اسلام آباد۔22جنوری (اے پی پی) د غربت د كمي وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ وئيلي دي په پاکستان كښې د بې وزلۍ ختمولو اقدامات ته پراختيا وركولو سره د 39 اربه روپو نوې پاورټی ګرېجوېشن منصوبه پيل كولې شي كومه به چې كال 2026 څخه تر كال 2029 دوام لري او دا منصوبه به د هېواد په 25 ضلعو كښې عملي كولې شي۔ د زيارت په ورځ د جاري …
پاکستان كښې د بې وزلۍ ختمولو اقدامات پراخه كولو سره د 39 اربه روپو نوې پاورټی ګرېجويشن منصوبه پيل كولې شي : د غربت كمولو وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ

مزید خبریں
اسلام آباد۔22جنوری (اے پی پی) د غربت د كمي وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ وئيلي دي په پاکستان كښې د بې وزلۍ ختمولو اقدامات ته پراختيا وركولو سره د 39 اربه روپو نوې پاورټی ګرېجوېشن منصوبه پيل كولې شي كومه به چې كال 2026 څخه تر كال 2029 دوام لري او دا منصوبه به د هېواد په 25 ضلعو كښې عملي كولې شي۔ د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل منصوبه به سپېځلتيا او احتساب سره نافذ كولې شي۔ سید عمران احمد شاہ ووئيل د غربت كمولو او سماجي تحفظ وزارت د مرستې رسولو په نظام كښې سپیځلتيا ته ودې وركولو له يو شمېر ګامونه پورته كړي دي په كومو كښې چې د مستحقو كورنيو نغدې مرستې څخه د تلپاتي روزګار پلو د منتقلۍ پروګرامونو كښې ښكاره پېشرفت شوے دے۔ ده ووئيل وزارت نېشنل پاورټی ګرېجوېشن پروګرام د څلورو واړو صوبو په 21 وروستو پاتې ضلعو كښې كاميابۍ سره بشپړ كړے دے۔ ده ووئيل د نېشنل پاورټی ګرېجوېشن پروګرام په نتيجه كښې يو لك 79 زره د روزګار نوې موقعې رامخې ته شوېي ٬ 96 زره كورنۍ په مستقل بنيادونو له بې وزلۍ څخه بهر كړې شوي ۔ ده ووئيل د پروګرام له مخې مستحقينو ته بېل هنرونه وښودلې شول او هغوي ته له سود څخه پاك پورونه وركړے شول۔ ده ووئيل د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام کورېج يو كروړ كورنيو ته ورسولے شو۔ د روانې ډائنامک رجسټري سروے په نتيجه كښې د مالي بهترۍ په بنياد 40 لکه كورنۍ كفالت پروګرام څخه بهر كړے شوي دي او په بې نظير انكم سپورټ پروګرام كښې 36 لكه نوې كورنۍ شاملې كړې شوي دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم د كېش لېس معيشت وژن له مخې د ډیجیټل والټس د لارې ادائيګۍ پېل كړې شوي دي۔ ده ووئيل اصلاحات سره د اولس باور زيات شوے دے٬ بې وزله او كمزورو كورنيو ته وقار ٬ شفافيت او احتساب سره مرسته وركولې شي۔ ده ووئيل په سباؤن كښې هم اقدامات ته د پراختيا وركولو او مستحق وګړو ته د بشپړه آسانيو رسولو عزم لرؤ










