د وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پريس ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ نوو ټاكلے شوو عهديداراو ته مباركي

اسلام آباد۔22 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پرېس اېسوسي اېشن آف سپريم كورټ نوو ټاكلے شوو عهدېدارو له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير عمران وسیم ته په صدر، امانت رضا ګشکوري ته په جنرل سېکرټری، ابرار استوري ته په نائب صدر، عابد نثار ته د خزانې سېكرټري ، سحرش خان ته د …

اسلام آباد۔22 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پرېس اېسوسي اېشن آف سپريم كورټ نوو ټاكلے شوو عهدېدارو له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې وفاقي وزير عمران وسیم ته په صدر، امانت رضا ګشکوري ته په جنرل سېکرټری، ابرار استوري ته په نائب صدر، عابد نثار ته د خزانې سېكرټري ، سحرش خان ته د اطلاعات سېكرټري ٬ زاهد شریف، رؤف بزمي او سبین شهباز ته د اېګزېکټو باډی غړو په ټاكلے كېدو مباركي وركړې ده۔ عطاﺀ تارړ الله ووئيل پريس ايسوسي ايشن آف سپريم كورټ يو مهم او باوقاره صحافتي فورم دے كوم چې په عدالتي رپورټنګ كښې پېشه ور اقدارو ٬ ذمه وار صحافت او د آئين او قانوني سرلوړۍ ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده هيله ولرله چې نوے ټاكلے شوے مشرتابه به د خبريالې ورورولۍ خېر ښېګړې او د پېشه ورو حقونو تحفظ لپاره بشپړ كردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير نوو ټاكلے شوو عهدېدارو له د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره ووئيل حكومت به د خبريالانو د آزادۍ ٬ تحفظ او مسئلو كولو له بشپړه مرسته كوي

مزید خبریں