خبرې اترې د اولسي مسئلو د حل يوازينۍ لاره ده: وفاقی وزیر انجینئر امیر مقام

اسلام آباد۔22 جنوری(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د خبرو اترو عمل د اولسي مسئلو يوازينې او مؤثره لاره ده۔ وفاقی وزیر يو وارې بيا جوائنټ عوامی اېکشن کمېټۍ ته خبرو ته د ناستې بلنه وركړه۔ ده ووئيل آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د صحت كارډ پروګرام په بحالولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوو۔ ده ووئيل …

اسلام آباد۔22 جنوری(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د خبرو اترو عمل د اولسي مسئلو يوازينې او مؤثره لاره ده۔ وفاقی وزیر يو وارې بيا جوائنټ عوامی اېکشن کمېټۍ ته خبرو ته د ناستې بلنه وركړه۔ ده ووئيل آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د صحت كارډ پروګرام په بحالولو د وزيراعظم شهباز شريف مننه كوو۔ ده ووئيل د وزيراعظم لخوا د زده كړو په څانګه كښې له كومې غوښتنې پرته لويې منصوبې پېل كړې شوې۔ په آزاد جمو وكشمير كښې دا مهال په 5 دانش سكولونو كار روان دے۔ ده ووئيل په لېپ ټاپ سيكم ٬ تعليمي اصلاحات او نورو پرمختيائي منصوبو عملي پېشرفت روان دے٬ د آزاد کشمیر اولس ته په ترجيحي بنيادونو آسانۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د خبرو اترو په نتيجه كښې مو د عوامي اېكشن كمېټۍ زياترې مطالبې پوره كړې خو افسوس په دې خبره دے چې كمېټۍ په دوو مهمو غونډو كښې ګډون ونه كړو۔ ده كمېټۍ ته غږ وكړو چې په رارونه غونډه كښې ګډون كولو سره جدي خبرې وكړي۔ ده ووئيل تر دې دمه شوے پېشرفت له توقعات څخه زيات دے۔ وفاقي وزير ووئيل مشاورت او دوه اړخيزه مرستې سره د آزاد كشمير د مسئلو تلپاتي حل ممكن دے۔ ده زياته كړه چې وفاقي حكومت د آزاد كشمير پرمختګ او سوكالۍ له ټولو همكارانو سره په ګډه كار كولو له خوښي لري

مزید خبریں