اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې تل پاتې امن لپاره په بورډ آف پيس كښې د ګډون بلنه قبول كړې ده ٬ د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په دې بورډ كښې د شاملېدو بلنه وركړې شوې وه ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد …
پاکستان په غزه كښې تل پاتې امن لپاره په بورډ آف پيس كښې د ګډون بلنه قبول كړه

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) پاکستان په غزه كښې تل پاتې امن لپاره په بورډ آف پيس كښې د ګډون بلنه قبول كړې ده ٬ د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په دې بورډ كښې د شاملېدو بلنه وركړې شوې وه ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد 2803 فريم ورك له مخې د غزه په امن منصوبې د عملدرآمد ملاتړ لپاره په بورډ آف پيس كښې د ګډون اختيارولو اعلان كولو سره دا هيله څرګنده كړې ده چې د دې جوړېدو سره به په غزه كښې د مستقل جنګ بندۍ نفاذ، فلسطيني اولس لپاره په انساني مرسته كښې زياتوالے او د سيمې بيا رغونې لپاره اقدامات ممکن شي٬ پاکستان په دې خبره كښې خوښي لري چې دا هڅې ، د فلسطين اولس د خپلواكۍ حق كوم چې به د نړيوال اصولو او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو سره همكارا ، د باور وړ او په ټاكلې موده كښې د سياسي عمل د لارې ممكن وي ٬ په ترلاسه كولو كښې مرستياله وګرځي۔ په بيان كښې ووئيل شول د دې عمل په نتيجه كښې به د كال 1967 نه وړاندې د پولو په بنياد چې القدس الشريف يې پايه تخت وي د يو آزاد٬ خپلواكه او په جغرافيائي توګه متصل فلسطين رياست جوړ شي۔ بيان كښې ووئيل شول پاکستان به د بورډ آف پيس د غړي په حېث د دې هدفونو سر كولو او د فلسطيني اولس ستونزو خاتمې لپاره خپل رغنده كردار روان ساتي










