وفاقي وزير سينيټر اورنګزيب په ډيووس كښې د كوېت خپل همڅنګ سره وليدل

ډيووس 21 جنوري (اے پي پي) پاکستان او کوېت د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې مجموعي ډهانچه قوي كولو ضرورت ته صلاح شوي دي۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په ډيووس كښې په نړيوال اقتصادي فورم د كلنې غونډې په موقع د کوېت د خزانې وزير صبيح عبدالعزيز المخيزيم سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د پاکستان معاشي صورتحال …

ډيووس 21 جنوري (اے پي پي) پاکستان او کوېت د دوه اړخيزه اقتصادي مرستې مجموعي ډهانچه قوي كولو ضرورت ته صلاح شوي دي۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخئ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په ډيووس كښې په نړيوال اقتصادي فورم د كلنې غونډې په موقع د کوېت د خزانې وزير صبيح عبدالعزيز المخيزيم سره ليدلي دي ٬ په ملاقات كښې د پاکستان معاشي صورتحال او د پاکستان او کويت ترمېنځه اقتصادي او د سرمايه كارۍ مرستې لا قوي كولو په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشو۔ د کوېت وزير د پاکستان په معاشي صلاحيت د باور څرګندونه وكړه او پاکستان او اولس لپاره يې د کوېت په قدر او احترام رڼا واچوله ۔ هغه ووئيل کويت د روايتي منډيانو نه پرته د سرمايه كارۍ نوې موقوې لټوي او پاكستان يو زړه راښكونكے هېواد ګڼي چرته چې افرادي قوت، زياتېدونكې ماركيټ او نوې موقعې موجود دي۔ هغه د اوږدې مودې او په شراکت دارۍ اډانه سرمايه كاري له د كوېت په ماډل هم رڼا واچوله ۔ په دې موقع سينيټر محمد اورنګزيب د كوېت خپل همڅنګ د پاکستان د ښه كېدونكې معاشي صورتحال نه خبرولو سره ووئيل معيشت د استحکام په پلو روان دے او په مهمو معاشي اشارو كښې ځانګړے ښه والے راغلے دے

مزید خبریں