ډيوووس 21 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په برآمدات اډانه پرمختګ ترلاسه كولو او د سماجي اشاريې پرله پسې په شريكو هڅو د ښه كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان د كركيلې٬صنعت٬كان كندني٬مصنوعي زېركتيا او آئي ټي په څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي٬حكومت په بشپړه ډول سپيځلتيا سره مخ په وړاندې روان دے٬ سياسي او عسكري قيادت ترمينځه مكمل همغږي شته ٬د هېواد …
پاكستان د كركيلې٬صنعت٬كان كندلو٬مصنوعي زېركتيا او آئي ټي په څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي٬حكومت په بشپړ ډول سپيځلتيا سره مخ په وړاندې روان دے٬ سياسي او عسكري قيادت مكمل همغږي لري ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

مزید خبریں
ډيوووس 21 جنوري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په برآمدات اډانه پرمختګ ترلاسه كولو او د سماجي اشاريې پرله پسې په شريكو هڅو د ښه كولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي پاكستان د كركيلې٬صنعت٬كان كندني٬مصنوعي زېركتيا او آئي ټي په څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ كوي٬حكومت په بشپړه ډول سپيځلتيا سره مخ په وړاندې روان دے٬ سياسي او عسكري قيادت ترمينځه مكمل همغږي شته ٬د هېواد په نظام كښې بنيادي ډهانچه جاتي اصلاحات شوي٬د ريونيو راجمع كولو نظام ډيجيټائز كوو٬د ګرانۍ شرح 30 فيصد څخه په كمېدو 5.5 فيصد ته راغلې٬پالېسي ريټ 22.5 فيصد څخه 10.5 فيصد ته راغلے۔د جي ډي پي تناسب سره د ټيكس وصولۍ شرح 10.5 فيصد ته رسېدلې٬د چين سره قوي معاشي رابطې لرو٬مونږ د امريكې سره اړيكې ښې كړې دي۔د كان كندني او معدنيات په څانګه كښې پرمختګ لپاره د امريكې او چين كمپنو سره په لوظ نامو او مفاهمتي يادښتونو لاس ليك شوے۔تېرو څو كلونو كښې د آئي ټي په برآمدات كښې ښه والے راغلے٬نوے نسل د پيشه وره تربيې د لارې خپلواكه كولو لپاره پروګرامونه پېل شوي۔د پي آئي اے په سپيځلې ډول نجكارۍ نه پس د نورو ادارو نجكارۍ پلو مخ په وړاندې روان يو٬د هېواد د خذمت لپاره لوظي يو٬ډېر زر به خپل منزل ته ورسوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د نړيوال اقتصادي فورم 56م كلنې غونډې په موقع د پاكستان پويلين كښې د پاكستان بريك فاسټ دستورې ته وينا كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل دلته موجودګي د اعزاز او خوشحالۍ خبره ده٬پاكستان اوس د كاميابۍ احساس يو بل مقصد سره مخ په وړاندې روان دے۔زمونږ لويې معاشي اشاريې د ډاډ وړ دي۔د ګرانۍ شرح 5.5 فيصد ته راغلې٬پالېسي ريټ 10.5 فيصد ته راغلے٬زمونږ د آئي ټي برآمدات زياتېږي۔زمونږ برآمدات د بيلو چېلنجونو سره مخ وو خو زمونږ سماجي اشاريې د شريكو هڅو په نتيجه كښې ښې شوې دي۔پاكستان له به په برآمدات اډانه پرمختګ ترلاسه كول وي٬ ده ووئېل مونږ خپل نظام كښې بنيادي ډهانچه جاتي بدلونونه راوستلې٬د ريونيو راجمع كولو نظام كښې بنيادي بدلونونه شوي٬اوس هغه په بشپړ ډول ډيجيټائز كيږي۔ وزيراعظم ووئېل د جي ډي پي تناسب سره د ټيكس وصولۍ شرح 10.5 فيصد ته رسېدلې كومه چې تېر كال 9 فيصد وه٬دا يوه لويه كاميابي ده۔تېر كال زرعي برآمدات د ډاډ وړ وو٬اوس مونږ د كان كندني او معدنيات په كاروبار كښې داخل شوي وو٬مونږ د امريكې كمپنو او چين كمپنو سره لوظ نامې كړې دي او هغوي سره مونږ د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك كړے دے ٬ ده ووئېل لويې څښتن پاكستان له قدرتي وسائل وركړي٬دغه قدرتي وسائل اوس هم د پاكستان شمالي غرونو ګلګت بلتستان٬آزاد كشمير٬خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې خښ دي٬اوس مونږ تندرفتارۍ سره مخ په وړاندې د تګ پريكړه كړې ده ٬وزيراعظم ووئيل مونږ كرپټو٬اے آئي او د آئي ټي په څانګه كښې هم په تندۍ سره مخ په وړاندې روان يو۔ تېرو څو كلونو كښې د آئي ټي برآمدات كښې ښه والے راغلے او زمونږ د آئي ټي برآمدات د كال تر 3 ارب ډالر رسېدلې۔وزيراعظم ووئيل د ځوانانو ډېره شمېره د چېلنج سره سره زمونږ لپاره لويه موقع هم ده۔د پاكستان حكومت د صوبائي حكومتونو سره په ګډه د ځوانانو لپاره د پيشه وره تربيې بيل پروګرامونه پېل كړي دي۔ ده ووئېل نيوټيك د وفاقي كچې يوه اداره ده كومه چې زمونږ نوې نسل له جديد تربيه وركوي٬دغه تربيتي پروګرامونه د غېر جانبداره ادارو د اړخه باقاعده تصديق شوې دي او په نړيواله توګه سند لرونكې هم دي٬د دې په نتيجه كښې زمونږ ځوانان خليجي هېوادونو او د نړۍ په نورو برخو كښې نوكرۍ ترلاسه كوي ځكه چې هغوي تربيه ترلاسه كړې ده ۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چين سره قوي معاشي رابطې لرو او اوس زمونږ د امريكې سره اړيكې هم ښې شوې دي۔د كان كندني او معدنيات په څانګو كښې په لويه توګه د مرستې هيله لرو۔وزيراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ مقابله كولو٬د آئي ټي او اے آئي كښې مونږ د يو بل په لويه توګه مرسته كوو۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په يو داسې ځاے ولاړ دے چرته چې مونږ زراعت٬صنعت٬كانكني٬اے آئي او آئي ټي په څانګو كښې په تندۍ سره پرمختګ كوو٬زمونږ سباؤن د ډاډ وړ دے٬په دې كښې مونږ هېڅ شك نه كوو۔وزيراعظم ووئيل هغه كسانو لپاره كوم چې د پاكستان په طاقت باور لري٬هغوي ته وئېل غواړم چې دا حكومت په سپيځلې ډول مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئېل مونږ د پي آئي اے نجكاري كړې٬كومه چې يوه قومي اثاثه ده٬له بده مرغه تېرو څو لسيزو راهيسې پرله پسې خسارې سره مخ وه٬اوس هغه د پاكستان د نجي څانګې د لارې مخ په وړاندې روانه شوې٬دغه نجكاري په بشپړه ډول سپيځلې وه او د نجكارۍ ټول اړخونه په ټوله نړۍ كښې نيغ په نيغه ښودلې شوي دغسې قام په وړومبي ځل په خپلو سترګو وكتل چې وركړه راكړه څه پاك ؤ ٬مونږ د نجكارۍ په نورو ادارو كښې مخ په وړاندې روان يو چې پكښې د هوائي ميدانونو او سورسنګ٬د بجلۍ څانګې نجكاري٬تقسيم كار كمپنۍ٬ترسيلي لائنونه شامل دي۔وزيراعظم ووئيل د يوټيلټي سټورونو څخه عامو وګړو ته غېر معياري څيزونه وركړې كېدل دغه اداره په بشپړه توګه بنده كړې شوې او د هغې په نتيجه كښې مالي زيان عمر له ختم شوے٬ دغسې پاسكو هم ختمه كړې شوې٬دلته څخه به هم د غريب اولس په اربونو روپۍ ضائع كېدې٬دغسې پاكستان وركس ډيپارټمنټ هم ختم كړے شوے٬په دې مهال مشكلات هم رامخې ته شوي٬مفاد پرست عناصرو د اړخه د احتجاج په صورت فشار سره هم مخ شوي يو خو مونږ په خپل عزم ثابت قدم وو ځكه چې كه مونږ دغه اقدامات نه وو كړي نو دا به انصاف نه ؤ ۔وزيراعظم ووئيل دغه عمل په تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے او زما خيال دے چې تر څو مونږ دغه مشكل خو د ضروري اقداماتو د لارې خپل معيشت ته د رسېدونكې زيان مخ نيوې ونه كړو نو زمونږ معيشت نشي ښه كېدے۔وزيراعظم ووئيل د دې مطلب داے چې سياسي قيادت او عسكري قيادت خپلو كښې همغږي لري٬كه مونږ له د پورنو څخه بهر راوتل وي او غريبي او بې روزګاري ختمول وي او خپل هېواد يو څوكاله او پرمختګ كونكےب هېواد جوړول وي نو بيلو ډلو ترمينځه همغږي٬احساس ملكيت او مخ په وړاندې تګ واضحه مقصد به ضرورې وي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان دا مهال په يو داسې ځاے ولاړ دے چرته چې د پرمختګ په اعتبار سره مخ په وړاندې روان يو ځكه چې مونږ 24 كروړه آبادي لرونكے هېواد يو٬مونږ ګڼ شمېر ځوانان لرو كوم چې يو چېلنج هم دے او يوه ښه موقع هم٬مونږ دې خبرې له لوظي يو چې ځوانانو له به ټول وسائل او موقعې وركولې شي كوم به چې زمونږ هېواد عظيم جوړولو كښې مرستياله وي٬ ده ووئېل مخې ته چېلنجونه به هم راځي خو تر څو چې مونږ د هېواد خذمت لپاره لوظي يو ٬ په دې كښې هېڅ شك نشته چې ډېر زر به خپل منزل ته ورسوو۔










