لاهور۔ 21 جنوري (اے پي پي) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د نېشنل پېغام د پاكستان امن كمېټۍ صلاحكار مولانا طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاكستان د ټولو دے ٬ دا د امن او اعتدال مركز جوړولو لپاره ټولو له په ګډه كار كول دي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بشپ آف لارهور نديم كامران سره د ملاقات نه پس مېډيا …
پاكستان د امن او اعتدال مركز جوړولو لپاره ټولو له په ګډه كار كول دي٬ مولانا طاهر محمود اشرفي

مزید خبریں
لاهور۔ 21 جنوري (اے پي پي) د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د نېشنل پېغام د پاكستان امن كمېټۍ صلاحكار مولانا طاهر محمود اشرفي وئېلي دي پاكستان د ټولو دے ٬ دا د امن او اعتدال مركز جوړولو لپاره ټولو له په ګډه كار كول دي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د بشپ آف لارهور نديم كامران سره د ملاقات نه پس مېډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئېل د پاكستان ټول خلق د يو وجود په مثال دي ٬ دلته ټولو ته يو برابر حقونه ترلاسه دي ۔ ده ووئېل د امن پېغام عام كولو سره به مسائل حل شي٬ په هېواد كښې امن ٬ مينه او د روادارۍ وده زموڼږ مقصد دے ٬ مونږ ټولو له پاكستان د امن او اعتدال مركز جوړول دي۔ ۔ مولانا طاهر اشرفي ووئېل پېغام پاكستان يو متفق دستاوېز دے ۔ په دې مهال بشپ آف لاهور نديم كامران ووئېل پاكستان كښې اقليتونو ته مكمل آزادي تر لاسه ده ٬ د امن و سلامتيا لپاره به هلې ځلې روانې ساتو ۔ ده ووئېل د امن شمع روښانه ساتل دي ٬ پاكستان د نړۍ غوره هېواد جوړول دي۔ده ووئېل وزيراعلې مريم نواز په كرسمس د يو والي څرګندونه كړې او فيلډ مارشل د كرسمس په موقع د پنډۍ چرچ ته هم راغلو ۔ دغسې صدر او وزيراعظم د كرسمس د دستورو كېك پرې كړل او د پاكستان مثبت او حقيقي څېره يې نړۍ ته وښودله










