پېنډۍ 21 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرولو لپاره پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې پاكستان سخت معاشي حالات٬ منفي پروپېګنډے او د ديواليه كېدو اندېښنې شا ته پرېښودو سره د پرمختګ، خوشحالۍ او معاشي استحکام او بهترۍ سمه لاره نيولې ده٬ نن د هېواد کارکردګي، معاشي اشاريو كښې بهتري او زياتېدونكې باور د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان نېغه لاره نيولې ده او په راتلونكي …
پاکستان د پرمختګ، خوشحالۍ او معاشي استحکام په لور روان دے۔ بيرسټر دانيال چوهدري دستورې ته وېنا

مزید خبریں
پېنډۍ 21 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرولو لپاره پارلماني سيکرټري بيرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې پاكستان سخت معاشي حالات٬ منفي پروپېګنډے او د ديواليه كېدو اندېښنې شا ته پرېښودو سره د پرمختګ، خوشحالۍ او معاشي استحکام او بهترۍ سمه لاره نيولې ده٬ نن د هېواد کارکردګي، معاشي اشاريو كښې بهتري او زياتېدونكې باور د دې خبرې ثبوت دے چې پاكستان نېغه لاره نيولې ده او په راتلونكي وخت كښې به نورې خوشحالۍ راشي۔ بيرسټر دانيال چوهدري د شورو په ورځ په پېنډۍ كښې د فرنيچر ايكسپو دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د حكومت د زيريك پاليسو په سبب په ګرانۍ كښې واضح كمې راغلې ده او معيشت د ودې په لور روان شوې دے ۔ ده ووېيل ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به پاكستان آئي اېم اېف ته خېر باد ووائي۔ بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل چې په موجوده نړيوال نظام كښې طاقت حق ګڼلې كېږي په دې كښې كه څوك د مضبوط دېوال جوړېدو سره د پاكستان دفاع كوي نو ھغه پاك پوځ دے٬ په راتلونكي وخت كښې به پاكستان لا قوي شي٬ معيشت به مستحكم شي او اولس به سوكاله شي










