ډيوووس 21 جنوري (اے پي پي) پاكستان او كويت د دوه اړخيزه مرستې مجموعي ډهانچې لا قوي كولو ړتيا ته اتفاق كړے ۔د خزانې وزارت د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د خزانې وزير محمد اورنګزيب په ډيوووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنې غونډې په موقع د كويت د خزانې وزير صبيح عبدالعزيز المخيزيم سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان په معاشي …
۔د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزيب ډيوووس كښې د كويت خپل هم څنګ سره ملاقات٬ د دوه اړخيزه اقتصادي او سرمايه كارۍ مرستې ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
ډيوووس 21 جنوري (اے پي پي) پاكستان او كويت د دوه اړخيزه مرستې مجموعي ډهانچې لا قوي كولو ړتيا ته اتفاق كړے ۔د خزانې وزارت د اړخه د شورو په ورځ جاري شوي بيان له مخې د خزانې وزير محمد اورنګزيب په ډيوووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم كلنې غونډې په موقع د كويت د خزانې وزير صبيح عبدالعزيز المخيزيم سره ملاقات كړے ۔په ملاقات كښې د پاكستان په معاشي وضعه او د پاكستان او كويت ترمينځه اقتصادي او سرمايه كارۍ مرستې لا زياتولو په امكانات خبرې شوي دي۔د كويت د خزانې وزير د پاكستان په معاشي صلاحيت د باور څرګندونه وكړه او د پاكستان او اولس لپاره يې د كويت قدر او احترام رامخې ته كړو۔هغه ووئيل كويت د روايتي منډيانو څخه ځانله د سرمايه كارۍ موقعې لټوي او پاكستان يو ښه هېواد ګڼي چرته چې افرادي قوت٬زياتې شوې منډيانې او نوې موقعې شته۔ده د اوږدې مودې او په شراكتدارۍ اډانه سرمايه كارۍ لپاره د كويت په ماډل هم رڼا واچوله۔د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب د كويت خپل هم څنګ د پاكستان د معاشي صورتحال نه خبر كړو۔ده ووئيل معيشت د استحكام پلو روان دے٬مهمې معاشي اشاريې ښه شوې۔ده ووئيل حكومت اوس د كوټلي پرمختګ پلو پام لرنه كوي دغسې چې د تېر وخت د معاشي لاندي باندي څخه بچ شي۔د خزانې وزير بهرنيو كهاتو كښې ښه والے٬ترسيلات زر كښې زياتوالے٬د آئي ټي برآمدات كښې نمو او د سرمايه كارو زيات شوے باور مثبت پیشرفت وګرځولو۔د خزانې وزير ووئيل د هېواد ډهانچه جاتي اصلاحات كښې نوې رفتار راغلے چې پكښې د نجكارۍ اقدامات هم شامل دي۔ده ووئيل زراعت٬داروګانو جوړول او د ټېكنالوجي پشان په مهمو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعې رامخې ته شوې كومې چې د اوږدې مودې سرمايه كارۍ لپاره غوره دي۔ده زور راوړو چې اصلاحات د كوټلي پرمختګ او نجي څانګې شموليت لپاره ښه ماحول پیدا كوي










