اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي د ټولو سياسي هلو ځلو د ناكامۍ نه پس اوس يوازې د اډياله زندان په ور سياست كېږي٬ حكومت سياسي مخالفين ذاتي دښمنان نه ګڼي٬ بنديوانو ته ټول آئيني او قانوني حقونه وركړے كېږي او د هر ډول بې غورۍ په صورت كښې به ذمه واري د زندان په چارواكو وي۔ د شورو په …
د ټولو سياسي هلو ځلو د ناكامۍ نه پس اوس يوازې د اډياله زندان په ور سياست كېږي٬ حكومت سياسي مخالفين ذاتي دښمنان نه ګڼي٬ بنديوانو ته ټول آئيني او قانوني حقونه وركړے كېږي ۔ طلال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري وئيلي دي د ټولو سياسي هلو ځلو د ناكامۍ نه پس اوس يوازې د اډياله زندان په ور سياست كېږي٬ حكومت سياسي مخالفين ذاتي دښمنان نه ګڼي٬ بنديوانو ته ټول آئيني او قانوني حقونه وركړے كېږي او د هر ډول بې غورۍ په صورت كښې به ذمه واري د زندان په چارواكو وي۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اعتراض د نكتې په ځواب ده ووئيل د دوي پارلماني حاضري د 100 نه زياته ده او د يو غړي حاضري د 100 فيصده نشي كېدې۔ ده ووئيل الحمدلله سينيټ يا په بل يو فورم دا نشي وئيليے كېدے چا ما په يوه معامله عملدرامد نه وي كړے او په وخت غبرګون نه وي وركړے شوے ، د قائمه کميټو په غونډو كښې هر ځل د ټولو اړوندو محكمو ګډون د كاركردګۍ واضحه ثبوت وركړے دے٬ كه يوازې په نامه اغستو سره سرخي جوړول وي نو دا د ميډيا اختيار دے خو اصل څيز كاركردګي او حاضري ده كومه چې د ټولو په وړاندې ده۔د باني پي ټي آئي د ملاقاتونه په اړه ده ووئيل په دې غېر ضروري سياست كېږي، ډلې بوتلل٬ اولسي اجتماع كول او د زرګونو په شمېر د بنديوانان خطر سره مخ كول په يو صورت سم نه دي٬ د زندان چارواكي ډکټيټ كېدے نشي چې ملاقات به څنګه او په كومو شرطونو كول وي۔ ده ووئيل د پاكستان په تاريخ كښې داسې بنديوان هم شته چې د 30 ٬ 30 كالو راهسې په زندان كښې دي٬ خو ولې ھغوي ته دومره كسان ملاقاتونو نه دي پرېښودلې شوي څومره چې دوي ته وركړے شوي٬ دوي سره د 850 نه زيات كسانو ملاقات كړے دے چې پكښې د دوي كورنۍ ٬ سياسي مشران او وكيلان شامل دي او تر ډاكټر هم جلا رسنه ترلاسه ده۔ طلال چوهدري ووئيل د پي ټي آئي باني ماشاء الله صحت مند، تندرست او توانا دے او باقاعده ورزش كوي٬ په زندان كښې بشپړ کمپليکس موجود دے چرته چې ورزش٬ ذاتي ډاكټر، باورچي، مينو او د جيل مينول له مخې ټول سهولتونه وركړے كېږي۔ وزير مملکت ووئيل دا معامله په عدالت كښې تر سماعت لاندې ده او پرېكړه به هم عدالت كوي، د ټولو سياسي هلو ځلو د ناكامۍ نه پس اوس يوازې د اډياله زندان په ور سياست كېږي٬ حكومت سياسي مخالفين ذاتي دښمنان نه ګڼي٬ بنديوانو ته ټول آئيني او قانوني حقونه وركړے كېږي٬ د هر ډول بې غورۍ په صورت به ذمه واري د زندان د چارواكو وي۔ د افغان وګړو په اړه د اوسنۍ معاملې ذكر كولو سره ده ووئيل تېره شپه زما شهريار آفريدي سره خبره شوې ده چې پكښې واضحه كړې شوې چې دا يو باقاعده قانوني عمل دے ، په څه وختونو كښې معامله په ضدبازۍ كښې صوبائيت يا بل پلو ګرځولې كېده كوم چې سم كار نه ٶ۔ طلال چوهدري خرګنده كړه چې دا خبره په رېكارډ ده چې ځېنې پاكستانيانو ذاتي يا مالي مفادات لپاره افغان وګړي په فارم بي كښې شاملولو سره د پاكستاني جوړولو هڅه كړې او نادرا په دې لړ كښې دوه لوي كمپائن چلولي، د نادرا ملوث اهلكارو ته سزا وركړې شوې او دا عمل اوس هم روان دے دغسې چې افغان وګړي جلا او پاكستاني وګړي محفوظ كړې شي۔ ده ووئيل موجوده معامله د پېنډۍ ضلعې ده، پوليس چارواكو سره خبره شوې ده او د اوو كسانو فهرست مونږ سره موجود دے٬ بشپړ قانوني عمل روان دے۔ ده واضحه كړه چې كوم ماشومان يا كسان چې پاكستاني ثابت شول ھغوي به زمونږ خلق وي٬ ھغوي به چرته هم نه لېږلے كېږي٬ دا كسان په حاجي كېمپونو يا نورو ځايونو كښې موجود دي د قانوني عمل په بشپړېدو به ټول پاكستاني ماشومان نن خپلو كورونو ته بېرته لاړ شي۔










