په ضلع ټانك كښې په پوليس وېن بريد ٬ د اېس اېچ او پشمول 6 اهلكار شهيدان

پېښور 12 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په ټانك ضلع كښې د پوليس په بکتر بند ګاډي د بريد په نتيجه كښې د اېس اېچ او پشمول 6 پوليس اهلكار شهيدان شوي دي ۔ د ډي پي او ټانك شبير حسېن شاہ له مخې د ټانك په ګومل سيمه كښې د پوليس په بکتر بند ګادي د بريد په نتيجه كښې د اېس اېچ او پشمول 6 پوليس …

پېښور 12 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په ټانك ضلع كښې د پوليس په بکتر بند ګاډي د بريد په نتيجه كښې د اېس اېچ او پشمول 6 پوليس اهلكار شهيدان شوي دي ۔ د ډي پي او ټانك شبير حسېن شاہ له مخې د ټانك په ګومل سيمه كښې د پوليس په بکتر بند ګادي د بريد په نتيجه كښې د اېس اېچ او پشمول 6 پوليس اهلكار شهيدان شول او بكتر بند ګاډې په بشپړه توګه تباه شو، د پېښې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 ډلې د پېښې ځاے ته ورسېدلې٬ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔ په پېښه كښې اېس اېچ او اسحاق٬ اے اېس آئي شېر عالم، سپاهي شفيع، حضرت علي ،احسان اللہ مجيد ډرائيور شامل دي۔ امنيتي ځواكونو په اطلاع ترلاسه كېدو سيمه محاصره كولو سره د لټون آپرېشن پېل كړے دے

مزید خبریں