کوهاټ،  په جومات كښې د چاٶدنې نه وروسته د ترهګرو دراندازي، پوليس او د سکيورټي فورسز  په ځوابي كارروائۍ كښې اته ترهګر ووژل شول

پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) د كوهاټ پخواني پوليس لائنز جومات كښې د چاٶدنې نه وروسته د ترهګرو په دراندازۍ د پوليس او سکيورټي فورسز په ځوابي كارروائيو كښې اته ترهګر وژلې شوي۔ د خېبر پښتونخوا پوليس لخوا د جاري بيان له مخې د ترهګرو په صد اپرېشن بشپړ كړے شوے دے٬ د ايليټ فورس کمانډوز، د سي ټي ډي ډلو او سکيورټي فورسز د ودانۍ اهمې برخې كليئر …

پېښور 19 ستمبر (اے پي پي) د كوهاټ پخواني پوليس لائنز جومات كښې د چاٶدنې نه وروسته د ترهګرو په دراندازۍ د پوليس او سکيورټي فورسز په ځوابي كارروائيو كښې اته ترهګر وژلې شوي۔ د خېبر پښتونخوا پوليس لخوا د جاري بيان له مخې د ترهګرو په صد اپرېشن بشپړ كړے شوے دے٬ د ايليټ فورس کمانډوز، د سي ټي ډي ډلو او سکيورټي فورسز د ودانۍ اهمې برخې كليئر كړېدي۔ د خېبر پښتونخوا آئي جي پي له مخې ځانمرګي بريد كوٶنكې د قانون د محافظينو په نښه كولو هڅه كښې ناكامه شوې٬ آئي جي پي ذوالفقار حميد خپله د پېښې په ځائې كښې موجود ٶ او د ځوانانو حوصله ئې زياتوله٬ د سي ټي ډي ايډيشنل آئي جي، د كوهاټ ريجنل پوليس آفيسر او ډي پي او کوهاټ آپريشن ليډ كولو ٬ جي او سي کوهاټ هم په دې موقع موجود ٶ٬ قانون نافذ كوٶنكو ادارو ټوله شپه د عملياتو نه وروسته كاميابي ترلاسه كړې٬ آئي جي پي ذوالفقار حميد په دې موقع په آپريشن كښې برخه اخستونكو افسرانو ته شاباشې وركولو سره دوي لپاره انعامونه هم اعلان كړي۔ ده ووئيل چې پوليس، سي ټي ډي او سکيورټي فورسز په مړانه مقابله كړې٬ زړه ور ځوانان د قام فخر دي۔ ده ووئيل د ترهګرو ناوړه عزائم به خاورې كوٶ او د دوي بشپړه خاتمه به باوري كوٶ۔