اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په دسمبر كال 2025 كښې د ټېكس په ريکارډ وصولي د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د فيلډ فارميشنز د کارکردګۍ ستائنه كولو سره دا د حکومت د مالياتي اصلاحاتو د ايجنډے، بهتر ټيکس تعميل، مؤثر نفاذ او د ډيجيټل اصلاحاتو د کاميابۍ واضح ثبوت ګرځولے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېف …
د ايف بي آر کارګردګي د ستائنې وړ٬ د ټيکس ريکارډ وصولي د مالياتي اصلاحاتو اېجنډا، بهتر ټيکس تعميل، مؤثر نفاذ د ډيجيټل اصلاحاتو د کاميابۍ واضح ثبوت دے، د خزانې وزير محمد اورنګزيب
اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په دسمبر كال 2025 كښې د ټېكس په ريکارډ وصولي د فيډرل بورډ آف ريونيو (اېف بي آر) د فيلډ فارميشنز د کارکردګۍ ستائنه كولو سره دا د حکومت د مالياتي اصلاحاتو د ايجنډے، بهتر ټيکس تعميل، مؤثر نفاذ او د ډيجيټل اصلاحاتو د کاميابۍ واضح ثبوت ګرځولے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېف بي آر ډلې او فيلډ فارميشنز ته د ويډيو لنك د لارې خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په تېرو 18 مياشتو كښې ځانګړې پېشرفت شوے دے او په دسمبر كال 2025 كښې وصولۍ د ډاډ وړ دي۔ ده ووئيل د معيشت ډيجيټلائزيشن، کيش ليس لين دين ته وده وركول او کاروباري هلې ځلې د متاثره وكول نه غېر د قانون مضبوط نفاذِ لائحه عملي او تل پاتې نتيجې وركول پېل كړې دي۔ ده د ايف بي آر په فيلډ فارميشنز زور راوړو چې ھغوي دې خپلې هڅې لا ګړندۍ كړي او ټيکس نيټ ژور او پراخه كولو لپاره دې زيات محنت وكړي۔ د دې نه وړاندې د خزانې وزير ته ووئيل شول چې ايف بي آر په دسمبر 2025 كښې 1427.1 اربه روپۍ ټيکس وصول كړې كوم چې د مياشتني هدف 1446 اربه روپو 99 فيصده دے، دا په دسمبر كښې د هر كال د ټولو نه زيات د ټېكس وصولي ده چې وروسره د ښه تعميل او مؤثره نفاذ عکاسي كېږي دغسې د ان لينډ ريونيو سروس د شاندار کارکردګي ښودلو سره د 1310 اربه روپو هدف په مقابل كښې 1308 اربه روپۍ وصول شوې كوم چې 99.8 فيصده جوړېږي٬ د انکم ټيکس په وصولۍ كښې اضافه شوې كومه چې د نومبر د 402 اربه روپو نه زياتېدو سره په دسمبر كښې 831.5 اربه روپو ته رسېدلې٬ د سيلز ټيکس په وصولۍ كښې 25 فيصده اضافه شوې ده او دا 403.7 اربه روپۍ وې او فيډرل ايکسائز ډيوټي 6 فيصده اضافې سره 72.8 اربه روپو ته رسېدلې٬ د کسټمز ډيوټۍ په وصولۍ كښې هم 15 فيصده اضافه شوې ده او دا 118.9 اربه روپۍ وه٬ د اېف بي آر بورډ مسلسل نګراني او د خزانې وزار اصلاحاتي لائحې له مخې دا نتيجي د مضبوط ټيکس تعميل، بهتر نفاذ او اداره جاتي احتساب لخوا د واضح پېشرفت څرګندونه كوي۔










