اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري فشريز څانګه كښې په سمدستي توګه اصلاحات په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې د باور وړ توان وركولو او پيداواري لګښت كښې کمې د برآمدات ودې او پائيدار آمدن لپاره ضروري دے۔د وزارت د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې د جمعې په ورځ يوې غونډي ته وينا كښې جنيد انوار چوهدري …
فشريز څانګي ته د صنعت درجه وركولو ته اړتيا ده۔ جنيد انوار چوهدري
اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري فشريز څانګه كښې په سمدستي توګه اصلاحات په حاجت زور راوړلو سره وئيلي چې د باور وړ توان وركولو او پيداواري لګښت كښې کمې د برآمدات ودې او پائيدار آمدن لپاره ضروري دے۔د وزارت د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې د جمعې په ورځ يوې غونډي ته وينا كښې جنيد انوار چوهدري ووئيل توان او نوري مسئلې په پيداوار كښې خنډان جوړيږي او د پاکستان سي فوډ برآمد کنندګانو نړيوال مسابقت متاثره كوي۔ اصلاحات او مسئلو په اړه د وزارت اسسټنټ فشريز کمشنر فرحان خان څانګې ته په پېښو مسئلو په اړه بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل د تعطل نه غير توان وركول،آرزان خوراك او موثره بجلۍ پيدا کولو انتظامات نه غير د څانګي پرمختګ ممکن نه دے او هم دغه اقدامات فشريز د يو بشپړه صنعت په توګه منلو كښې مرسته كولې شي۔ده ووئيل پاکستان كښې د كبانو، جھينګا، کيکړے، لابسټر، سکوئيډ، کټل فش او بائيوالوز پشكول خام مال شته د كوم په بنياد چې ويليو ايډډ پراسيسنګ ته وده وركړې كيدے شي۔غونډي ته ووئيل شول چې هېواد كښې د كبانو پراسيسنګ 100 څخه زيات يونټس، كوچني يونټس نه تر لوئ کمرشل پلانټس فعاله دې دغسې تقريباً 400 رجسټرډ برآمد کنندګان دې څانګي سره تعلق لري خو زياتره پلانټس کراچۍ كښې دي، بلوچستان كښې انفراسټرکچر محدود دے دغسې خېبرپښتونخوا او پنجاب كښې څانګي پرمختګ نه دې كړې۔ د ملګرو ملتونو د خوراك و زراعت ادارے (ايف اے او) سټيټ آف ورلډ فشريز اينډ ايکواکلچر رپورټ له مخې مالي كال 2024-25 په مهال د كبانو او كبانو څخه جوړيدونكي مصنوعات كښې پاکستان په فهرست كښې په لسم لمبر دے كوم چې د مجموعي برآمدات 32.04 اربه ډالره كښې 1.34 فيصده برخي برابر دے۔










