حکومت اېس ايم ايز ته د پېښو مسئلو حل له لوظي دے۔هارون اختر خان

لاهور 02 جنوري (اے پي پي) د وزيرِاعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې سمال اينډ ميډيم انټرپرائز کلسټرز ته په پېښو مسئلو د پيش رفت جاج اخستلو لپاره يوه فالو اپ غونډه وشوه۔وياند له مخې په دې مهال خاص مرستيال هارون اختر خان د سميډا د اړخه اېس ايم اي کلسټرز په اړه په مهمو چيلنجونو او مجوزه اقدامات اډانه د پيشرفت رپورټ …

لاهور 02 جنوري (اے پي پي) د وزيرِاعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې سمال اينډ ميډيم انټرپرائز کلسټرز ته په پېښو مسئلو د پيش رفت جاج اخستلو لپاره يوه فالو اپ غونډه وشوه۔وياند له مخې په دې مهال خاص مرستيال هارون اختر خان د سميډا د اړخه اېس ايم اي کلسټرز په اړه په مهمو چيلنجونو او مجوزه اقدامات اډانه د پيشرفت رپورټ جاج واخست۔ ده د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف د وژن له مخې مائيکرو، سمال او ميډيم انټرپرائزز ايکو سسټم قوي كولو لپاره د حكومت د كلك عزم پلخے وكړو۔خاص مرستيال اعلان وكړو چې ميډ اِن پاکستان اېس ايم اي کلسټر شوکيس 2026 په سرخط به يو تاريخي او او په قامي كچه اېس ايم اي کلسټر نندارتون په لاهور ايکسپو سينټر كښې 24 نه تر 26 جنوري2026 كولې شي۔ دا به د سميډا ترمخه كيدونكې وړومبې په قامي كچه د ايس ايم اي کلسټر نندارتون وي۔ ده ووئيل د وزيرِاعظم وژن اېس ايم اي کلسټرز د قامي معيشت يو منظم، مسابقتي او كوټلي ستن جوړول دي۔ د دې ايکسپو بنيادي مقصد د ټول هېواد مائيکرو، سمال او ميډيم انټرپرائزز لپاره تر ماركيټ رسنه، ويليو چين كښې شموليت او برآمدي موقعو ته ودي وركول دي