وفاقي کابينې آف ګرډ (کيپټو پاور پلانټس) ليوي ايکټ 2025 كښې د ترميم صدارتي حکم نامے اجراﺀ لپاره د کارروائي کولو منظوري وركړه

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وفاقي کابينې آف ګرډ کيپټو پاور پلانټس له د ګاز خرڅولو په اړه آف ګرډ (کيپټو پاور پلانټس) ليوي ايکټ 2025 كښې د ترميم کولو صدارتي حکم نامے اجراﺀ لپاره د کارروائي کولو منظوري وركړې دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پي آئي اے 75 فيصده شيئرز نجکارۍ کاميابۍ سره ترسره كيدل او د بډنګ عمل سپيځلے ؤ،روان مالي كال وړومبو درې مياشتو …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وفاقي کابينې آف ګرډ کيپټو پاور پلانټس له د ګاز خرڅولو په اړه آف ګرډ (کيپټو پاور پلانټس) ليوي ايکټ 2025 كښې د ترميم کولو صدارتي حکم نامے اجراﺀ لپاره د کارروائي کولو منظوري وركړې دغسې وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل پي آئي اے 75 فيصده شيئرز نجکارۍ کاميابۍ سره ترسره كيدل او د بډنګ عمل سپيځلے ؤ،روان مالي كال وړومبو درې مياشتو كښې جي ډي پي كښې په زړه پورې اضافه خوشبينه ده،متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان سره اوسني ملاقاتونه د دوه اړخيزه اړيكو او شريك مشاورت په تناظر كښې ګټه ور ؤ،د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د پاکستان او سعودي عرب ترمينځه اړيكو ته لا ودي وركولو په اړه خبري اتري شوي۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي کابينې غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔د غونډي ګډون كونكو سره خبرو كښې وزيراعظم د وفاقي کابينې غړو له د نوي كال مباركي وركولو سره هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د پي آئي اے 75 فيصد شيئرز نجکاري په کاميابۍ سره شوي او د بډنګ عمل سپځلے وو۔ده ووئيل مونږ حكومت كښې راتللو سره دا عزم کړی ؤ چې د خسارے سره مخ رياستي ملکيتي ادارو نجکاري به كولې شي،د پي آئي اے نجکاري په دې اړه يوه لويه كاميابي ده۔ده ووئيل خسارے سره مخ رياستي ملکيتي ادارو نجکاري د حکومت د معاشي اصلاحات وژن برخه ده۔ده ووئيل روان مالي كال وړومبو درې مياشتو كښې د هېواد جي ډي پي كښې زياتوالې خوشبينه دے۔ده ووئيل مونږ هېواد د ډيفالټ کيدو څخه بچ كولو سره معاشي استحکام ته راوستلې۔ده د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان سره د خپل اوسني ملاقاتونو ذكر كولو سره هغه د دوه اړخيزه اړيكو او شريك مشاورت په تناظر كښې كټه ور ګرځولې۔ وزيراعظم ووئيل يوه ورځ وړاندې زما د سعودي عرب ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره په ټيليفون خبري اتري شوي چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د معاشي او سټريټجکي اړيكو په رفتار د اطمينان څرګندونه شوي۔ وزيراعظم ووئيل اړيكو ته د لا ودې وركولو په اړه هم خبري اتري شوي۔وفاقي کابينې د ليجسليټيو کيسز لپاره د کابينه کمېټۍ د 30 دسمبر 2025 په غونډه كښې د شوي پريكړو توثيق وكړو چې پكښې اسلام آباد کيپيټل ټيريټري لوکل ګورنمنټ (ترميمي) آرډيننس ، 2025 په اړه د کارروائي توثيق هم شامل دے۔وفاقي کابينې د ليجسليټيو کيسز لپاره د کابينه کمېټۍ د 3 دسمبر 2025 په غونډه كښې شوي پريكړو هم توثيق كړې۔وفاقي کابينې د اقتصادي رابطه کمېټۍ د 26 اګست 2025 په غونډه كښې د پريكړو توثيق کړې چې پكښې آف ګرډ (کيپټو پاور پلانټ) ليوي په اړه د بجلۍ تقسيم کار کمپنيو صارفين له ريليف وركولو او په دې اړه تګلاره ترتيب كولو په حقله پريكړه هم شامل ده۔ وفاقي کابينې د پټروليم ډويژن په سفارش تھرډ پارټي د اړخه آف دي ګرډ کيپټو پاور پلانټس له د ګاز خرڅولو په اړه آف ګرډ (کيپټو پاور پلانټس) ليوي ايکټ 2025 كښې د ترميم صدارتي حکم نامے اجراء لپاره د کارروائي کولو منظوري وركړې ده۔